پېښور 02 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي د نهې په ورځ د شمالي وزيرستان اسسټنټ کمشنر په قافله د بريد غندنې كولو سره د شمالي وزيرستان اسسټنټ کمشنر شاه ولي خان او د هغه د ملګرو د ترهه ګرو د لاسه شهادت د افسوس وړ وګرځولو۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي ووئيل د خېبرپښتونخوا د ميران …
د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کر يم کنډي د شمالي وزيرستان اسسټنټ کمشنر په قافله د بريد غندنه وكړه
پېښور 02 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي د نهې په ورځ د شمالي وزيرستان اسسټنټ کمشنر په قافله د بريد غندنې كولو سره د شمالي وزيرستان اسسټنټ کمشنر شاه ولي خان او د هغه د ملګرو د ترهه ګرو د لاسه شهادت د افسوس وړ وګرځولو۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي ووئيل د خېبرپښتونخوا د ميران شاه روډ د بريد ټولو شهيدانو كورنيو په غم كښې شريك يوو۔ده ووئيل صوبه كښې امن لپاره وفاقي ، صوبائي حکومت او د سيکورټي فورسز شريك کردار ته اړټيا ده۔ده د شهيدانو لوړو درجو او غمجنو كورنيو زغم لپاره دعا اوكړه۔












