د حكومت د صحت په څانګه كښې د اصلاحات په نتيجه كښې د تيرو 20 مياشتو په مهال 164 غیر فعاله بی ایچ یوز بيا فعاله كړے شول : د بلوچستان وزيراعلی

کوئټه۔ 02 دسمبر (اے پی پی) د بلوچستان وزير اعلیٰ میر سرفراز بګټي وئيلي دي د صوبائي حكومت د روغتيا په څانګه كښې د اصلاحات په نتيجه كښې د تيرو 20 مياشتو په مهال 164غیر فعاله بی ایچ یوز يو وارې بيا فعاله كړې شوي چې ورسره په بنيادي كچه د روغتيا آسانيو كښې ښكاره بهتري رامخې ته كېدې شي۔ دا خبره ده د نهې په ورځ وزيراعلی سېكرټرېټ څخه …

کوئټه۔ 02 دسمبر (اے پی پی) د بلوچستان وزير اعلیٰ میر سرفراز بګټي وئيلي دي د صوبائي حكومت د روغتيا په څانګه كښې د اصلاحات په نتيجه كښې د تيرو 20 مياشتو په مهال 164غیر فعاله بی ایچ یوز يو وارې بيا فعاله كړې شوي چې ورسره په بنيادي كچه د روغتيا آسانيو كښې ښكاره بهتري رامخې ته كېدې شي۔ دا خبره ده د نهې په ورځ وزيراعلی سېكرټرېټ څخه په جاري بيان كښې وكړه۔ ده ووئيل د روغتيا دې مركزونو بحالۍ سره به هر كال د صوبې يو لك څخه زيات رنځوران د او پي ډي آسانيو څخه استفاده كوي۔ وزيراعلی په خپل پېغام كښې په دې خبره زور راوړو چې سروس ډیلیوری او ګورننس كښې له بهترۍ پرته د ترهګرۍ په ضد جنګ ګټل ممكن نه ديے۔ ده د سماجي رابطې په وېب سائټ اېكس ليكلي چې د حكومت پام ګورننس مضبوطولو ٬ اولسي خذمات ښه كولو او د حكومتي ادارو كاركردګي فعاله كولو پلو دے ولې چې يو مضبوط او مستحكم نظام د ترهګرۍ ختتمولو ضامن جوړېدے شي۔ وزیر اعلیٰ ووئيل د روغتيا په څانګه كښې روان دا اصلاحات د حکومت د ترجيحات عكاسي كوي او په سباؤن كښې به هم د اولس د ژوند معيار ښه كولو له دا ډول اقدامات روان ساتلے شي

مزید خبریں