پېښور ۔ 30 نومبر (اے پی پی) د بنو د ككي او خوجړي سيمو مشران او اولس د ملك شيرووز خان په مشرۍ كښې امن په ځايې كولو له امن كميټۍ جوړې كړې دي۔ مشران دا خبره په ډاګه كړې چې په سيمه كښې به د كوم هم قسم وسله والو وګړو په داخله بشپړ بندېز وي٬ د خلاف ورزۍ كوؤنكو په ضد به د سيمې اولس ٬ امنيتي ځواكونه …
بنو ، د ككي او خوجړي سيمې مشران او اولس امن په ځايې كولو له امن كميټۍ جوړې كړې
پېښور ۔ 30 نومبر (اے پی پی) د بنو د ككي او خوجړي سيمو مشران او اولس د ملك شيرووز خان په مشرۍ كښې امن په ځايې كولو له امن كميټۍ جوړې كړې دي۔ مشران دا خبره په ډاګه كړې چې په سيمه كښې به د كوم هم قسم وسله والو وګړو په داخله بشپړ بندېز وي٬ د خلاف ورزۍ كوؤنكو په ضد به د سيمې اولس ٬ امنيتي ځواكونه ٬ پوليس او سي ټي ډي ګډه كارروائي كوي۔ د مشران وېنا وه چې پوليس او امنيتي ځواكونو ته زيان رسوؤنكي په حقيقت كښې د ټولې سيمې دښمنان دي۔ د سيمې اولس باور وركړو چې هغوي په هر حال كښې د خپل پوليس ٬ امنيتي ځواكونو او رياستي ادارو په شا ولاړ دي۔ شرخوښي او د سيمې امن ته زيان رسوونكي به په هېڅ صورت قبلولې نه شي او د داسې عناصرو په ضد به سخت ګام پورته كولے شي۔












