پېښور ۔ 29 نومبر (اے پی پی) د بنګله دېش د خبريالانو پلاوي د ګورنر هاؤس پېښور دوره وكړه۔ د خېبر پښتونخوا د ګورنر پرېس سېكرټري دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د بنګله دېشي خبريالانو پلاوي ګورنر فېصل كريم كنډي سره په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ ګورنر د پلاوي په درناوي كښې د غرمې مېلمستيا هم وكړه۔ په دې موقع پلاوي خپلو خبرو كښې ووئيل د …
د بنګله ديشي خبريالاتو پلاوي د ګورنر هاؤس پيښور دوره ٬ ګورنر سره ملاقات
پېښور ۔ 29 نومبر (اے پی پی) د بنګله دېش د خبريالانو پلاوي د ګورنر هاؤس پېښور دوره وكړه۔ د خېبر پښتونخوا د ګورنر پرېس سېكرټري دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د بنګله دېشي خبريالانو پلاوي ګورنر فېصل كريم كنډي سره په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ ګورنر د پلاوي په درناوي كښې د غرمې مېلمستيا هم وكړه۔ په دې موقع پلاوي خپلو خبرو كښې ووئيل د ګورنر هاؤس په دوره ډېره خوشحاله شوو۔ دوئي په هركلي او مېلمستيا د ګورنر مننه وكړه۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر ووئيل زه د خېبر پښتونخوا په دوره كولو د بنګله دېشي خبريالانو پلاوي مننه كوم۔ ده ووئيل خېبر پښتونخوا د زياتو قدرتي وسائلو او جغرافيائي حېثېيت له امله سرمايه كارۍ او تجارت لپاره زياته مناسبه سيمه ده۔ ګورنر ووئيل په خېبر پښتونخوا كښې د رايې آزادۍ په شمول د خبريالانو نورو حقونو ته تحفظ وركړے شوے دے۔ ده ووئيل په سوشل ميډيا د ناوړه خبرونو مخنيوي له به فعاله قانون سازي كول وي۔ ده ووئيل مونږ د بنګله دېش اولس سره د يو اسلامي هېواد په حېث د ورورولۍ اړيكې لرؤ۔ د دواړو هېوادونو ترمينځه په زړه پورې دوه اړخيزه اړيكې نه يوازې دا چې د دواړو په ګټه دي بلكې د سوئيلي آسيا پرمختګ له هم مهمې دي۔












