د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په پېښور كښې د درې ورځني 12م ISEM پاكستان سولر انرجي ایګزیبیشن دوره٬باقاعده پرانسته

پیښور 28 نومبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د جمعې په ورځ پېښور كښې د درې ورځنې 12م ISEM پاكستان سولر انرجي اېګزېبېشن دوره وكړه او د دې يۍ باقاعده پرانسته وكړه۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې نندارتون ته په رسېدو كنټري منيجر خواجه وهاج الحق او نورو منتظيمينو د ګورنر هركلے وكړو۔په نندارتون كښې ملكي او غېر ملكي كپمنو٬انرجي پوهانو٬ټېكنالوجۍ ايكسپرټس او صنعتي لارښودو په لويه …

پیښور 28 نومبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د جمعې په ورځ پېښور كښې د درې ورځنې 12م ISEM پاكستان سولر انرجي اېګزېبېشن دوره وكړه او د دې يۍ باقاعده پرانسته وكړه۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې نندارتون ته په رسېدو كنټري منيجر خواجه وهاج الحق او نورو منتظيمينو د ګورنر هركلے وكړو۔په نندارتون كښې ملكي او غېر ملكي كپمنو٬انرجي پوهانو٬ټېكنالوجۍ ايكسپرټس او صنعتي لارښودو په لويه شمېره كښې ګډون وكړو۔ګورنر د بېلو سټالونو معاينه وكړه۔ ګورنر فيصل كريم كنډي په دې موقع ووئيل چې په خېبرپښتونخوا كښې د شمسي توان ودې پراخا امكانات موجود دي او دغسې نندارتونونه نه يوازې سرمايه كارۍ زياتولو كښې مرسته كوي بلكې ځوانانو او كاروباري طبقو ته هم نوې موقع وركوي۔ د نندارتون منتظيمونو په دوره كولو او د صنعت كارو٬ګډون كونكو او سرمايه كارو په ډاډګيرنه د ګورنر مننه وكړه او هغه ته يۍ شيلډ وړاندے كړو۔

مزید خبریں