پیښور 28 نومبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د جماعت اسلامي مشرانو ٬ پخواني امير سراج الحق او صوبائي امير عنايت اے خان د جمعې په ورځ په ګورنر هاؤس پیښور كښې ملاقات وكړو۔ د پیښور ګورنر هاؤس وياند له مخې په ملاقات كښې په صوبه كښې په و رانه امنيتي وضعه او سياسي انتظامي چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل …
خيبرپښتونخوا سولييزه او پرمختګ كړې صوبه جوړولو لپاره به ټولو سياسي مشرتابه له يو موټے كيدل وي : فيصل كريم كنډي

مزید خبریں
پیښور 28 نومبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د جماعت اسلامي مشرانو ٬ پخواني امير سراج الحق او صوبائي امير عنايت اے خان د جمعې په ورځ په ګورنر هاؤس پیښور كښې ملاقات وكړو۔ د پیښور ګورنر هاؤس وياند له مخې په ملاقات كښې په صوبه كښې په و رانه امنيتي وضعه او سياسي انتظامي چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ووئيل خيبرپښتونخوا سولييزه او پرمختګ كړې صوبه جوړولو لپاره به ټولو سياسي مشرتابه له يو موټے كيدل وي۔ ده ووئيل چې صوبه دا مهال د ترهه ګرۍ سنګينو چېلنجونو سره مخ ده٬امنيتي ځواكونه په مړانه د ترهه ګرۍ مقابله كوي۔د دې نه پس د جماعت اسلامي سينئر قيادت د جمعې مونځ هم په ګورنر هاؤس كښې ادا كړو او د خېبر پښتونخوا ګورنر لخوا د دوئي په درناوي كښې د ماسپخښين مېلمستيا هم وركړې شوه۔









