پېښور 27 نومبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ محمد سهيل آفريدي د زيارت په ورځ په هنګو كښې د پوليس په چيك پوسټ د ترهه ګرو د بريد سخته غندنه كړې ده۔د پېښور وزير اعلي هاؤس وياند له مخې د خېبرپښتونخوا وزيراعلي محمد سهيل آفريدي ووئيل ترهه ګر كوم مذهب نه لري او دې ډول ناوړه بريدونو سره زمونږ حوصلې نه شي كمزورې كيدې۔وزيراعليٰ شهيدو شوو اهلكارو ته …
د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ محمد سهيل آفريدي په هنګو كښې د پوليس په چيك پوسټ د ترهه ګرو د بريد غندنه وكړه
پېښور 27 نومبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ محمد سهيل آفريدي د زيارت په ورځ په هنګو كښې د پوليس په چيك پوسټ د ترهه ګرو د بريد سخته غندنه كړې ده۔د پېښور وزير اعلي هاؤس وياند له مخې د خېبرپښتونخوا وزيراعلي محمد سهيل آفريدي ووئيل ترهه ګر كوم مذهب نه لري او دې ډول ناوړه بريدونو سره زمونږ حوصلې نه شي كمزورې كيدې۔وزيراعليٰ شهيدو شوو اهلكارو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل شهيدان د قام وياړ دے او د هغوي وينه به بے ځايه نه ځي۔ده د شهيدانو لوړو درجو او غمجنو كورنيو زغم لپاره دعا كولو سره ووئيل صوبائي حكومت به په دې سخت وخت كښې د شهيدانو كورنيو سره ولاړ وي۔ سهيل آفريدي د دې عزم پخلے وكړو چې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ به روان وي او امن لپاره به ټول وسائل كارولې شي۔ده ووئيل د امن دښمنانو بريد د غندني وړ دے او ترهه ګر زمونږ او د هېواد شريك دښمنان دي۔د خيبرپختونخو وزيراعلي محمد سهيل آفريدي ووئيل د خېبرپښتونخوا پوليس په مړانه د ترهه ګرۍ مقابله كوي، د پوليس شهيدانو قربانۍ به بے ځايه نه ځي












