پېښور 26 نومبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سره د نېشنل ډيموکريټك موومنټ مشر او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ د شورو په ورځ د پېښور په ګورنر هاؤس كښې ملاقات کړے دے ۔د پېښور ګورنر ګورنر هاؤس وياند له مخې ملاقات كښې په صوبه كښې د امن و امان په صورتحال ، د فتنه الخوارج په ضد په آپرېشنز ، صوبائي حقونو په …
د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سره د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ ملاقات

مزید خبریں
پېښور 26 نومبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سره د نېشنل ډيموکريټك موومنټ مشر او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ د شورو په ورځ د پېښور په ګورنر هاؤس كښې ملاقات کړے دے ۔د پېښور ګورنر ګورنر هاؤس وياند له مخې ملاقات كښې په صوبه كښې د امن و امان په صورتحال ، د فتنه الخوارج په ضد په آپرېشنز ، صوبائي حقونو په شان په مهمو سرخطونو د خيالاتو څركندونه شويې۔د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي ووئيل د امن نه غير پرمختګ ممكن نه دے صوبه كښې امن لپاره د وفاق مرستي ته اړټيا ده۔ده ووئيل اين ايف سي ايوارډ او د صوبې حقونو لپاره د خېبر پښتونخوا ټول سياسي ګوندونه او پارليمان كښې موجود غړي به د سياسي تړون نه غير د صوبې ګټې لپاره يو كېږي۔









