د خيبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي سره د اے کے هیلتھ کیئر سروسز پلاوي ملاقات

پېښور 25 نومبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي سره د نهي په ورځ د اے کے هیلتھ کیئر سروسز پلاوي ملاقات کړے دے ۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې پلاوي كښې د سي اي او عاکف خان، ډاکټر عظمٰی متین او محمد فواد شامل وؤ۔ ملاقات كښې په صوبه كښې هیلتھ ایکسپو كولو او صحت په څانګه كښې د مرستي په بېلو اړخونو تفصیلی خبرې …

پېښور 25 نومبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي سره د نهي په ورځ د اے کے هیلتھ کیئر سروسز پلاوي ملاقات کړے دے ۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې پلاوي كښې د سي اي او عاکف خان، ډاکټر عظمٰی متین او محمد فواد شامل وؤ۔ ملاقات كښې په صوبه كښې هیلتھ ایکسپو كولو او صحت په څانګه كښې د مرستي په بېلو اړخونو تفصیلی خبرې وشوي۔ګورنر فیصل کریم کنډی د صحت سهولیات وركولو له د ادارو هڅي ستائېلو سره په خصوصی توګه د پاکستان ریډ کریسنټ (هلالِ احمر) د کردار ذکر کولو سره ووئيل هلال احمر عمر له په سختو حالاتو كښې د اولس سمدستي او كوټلي مرسته كړي۔ده ووئيل د صحت په څانګه كښې د ځوانانو شموليت يو مثبت اقدام دے، ده پلاوي كښې د شاملو ځوانانو هڅو ته پيرزوئنې وړاندې كړې ۔ده ووئيل یوتھ انګیجمنټ او ویمن امپاورمنټ ته پام لرنه كوو، د ځوانانو او ميرمنو له به د صحت په څانګه كښې مخ په وړاندې د تللو نوري موقعې وركولې شي۔پلاوي د هیلتھ ایکسپو په اړه خپل تجاویز وړاندې كړل،چې پكښې اولسي خبرتيا ، طبی سهولیات ښه كول او د جدید ټیکنالوجی استعمال په شان مهم نکات شامل وؤ ۔ ګورنر په دې لړ كښې د مرستي او هر ممکن لارښودني باور وركړو۔

مزید خبریں