پېښور ۔ 25 نومبر (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا وزيراعلی سهيل آفريدي سره د بائزئی مهمند ضلعې مشرانو پلاوي د نهې په ورځ ملاقات وكړو۔ د وزیراعلی هاؤس وياند له مخې مشرانو په دې موقع ووئيل مونږ په سهیل آفریدی وياړؤ ، دده وزیر اعلیٰ جوړېدل ټولو قبائيلي ضلعو لپاره درناوې دې٬ مونږ امن ترلاسه كولو له په روانو هڅو كښې وزيراعلی سره يو برابر ولاړ يوو۔ وزيراعلی په …
وزيراعلی سهيل آفريدي سره د بائزئی مهمند ضلعې مشرانو پلاوي ملاقات

مزید خبریں
پېښور ۔ 25 نومبر (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا وزيراعلی سهيل آفريدي سره د بائزئی مهمند ضلعې مشرانو پلاوي د نهې په ورځ ملاقات وكړو۔ د وزیراعلی هاؤس وياند له مخې مشرانو په دې موقع ووئيل مونږ په سهیل آفریدی وياړؤ ، دده وزیر اعلیٰ جوړېدل ټولو قبائيلي ضلعو لپاره درناوې دې٬ مونږ امن ترلاسه كولو له په روانو هڅو كښې وزيراعلی سره يو برابر ولاړ يوو۔ وزيراعلی په دې موقع د بشپړ باور په څرګندونه د قبائيلي مشرانو مننه وكړه۔ ده ووئيل دا مهال زمونږ لپاره تر ټولو لومړۍ ترجيح او چېلنج امن دے ٬ د امن له بحالۍ پرته پرمختګ او سوكالي امكان نه لري۔ ده ووئيل په صوبائي اسمبلۍ كښې خېبر پښتونخوا ګرېنډ امن جرګه كاميابۍ سره شوې٬ په جرګه كښې د ګډون كوؤنكو ټولو سياسي ګوندونو او همكارانو لخوا متفقه اعلاميه جاري كړې شوه۔ سهېل آفریدی ووئيل د انضمام په وخت لس كلونو لپاره د يو زر ارب روپو د راكولو لوظ ترسره كولې نه شي٬ د صوبائي حكومت د اربونو روپو واجب الادا بقاياجات تر دې دمه د وفاق په ذمه دي۔ ده ووئيل قبائيلي ضلعو ته د هغوي د حق وركولو هڅې روانې دي۔ ده زياته كړه چې په ضم شوو ضلعو كښ به د پوهنتون سره سره ميډيكل او نرسنګ كالجونه هم جوړ كړؤ۔









