كوئټه۔ 24 نومبر (اے پي پي) د پاكستان مسلم ليګ ن د بلوچستان جنرل سېكرټري او د قامي اسمبلۍ غړي جمال شاه كاكړ وئېلي دي اوسنے حكومت د تعليم ٬ صحت او بنيادي حقونو وركولو ته اول پام لرنه كوي ٬ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د تعليم ٬ صحت او ځوانانو ته روزګار وركولو لپاره موثر ګامونه پورته كړے كېږي۔ ده د ګل په ورځ د ګوند …
تعليم ٬ صحت او بنيادي حقونو وركولو ته د مسلم ليګ ن حكومت پام لرنه كوي٬ جمال شاه كاكړ

مزید خبریں
كوئټه۔ 24 نومبر (اے پي پي) د پاكستان مسلم ليګ ن د بلوچستان جنرل سېكرټري او د قامي اسمبلۍ غړي جمال شاه كاكړ وئېلي دي اوسنے حكومت د تعليم ٬ صحت او بنيادي حقونو وركولو ته اول پام لرنه كوي ٬ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د تعليم ٬ صحت او ځوانانو ته روزګار وركولو لپاره موثر ګامونه پورته كړے كېږي۔ ده د ګل په ورځ د ګوند كاركنانو او بېلو پلاويو سره خبرې كولې ۔ جمل شاه كاكړ ووئېل د بلوچستان اولس د ډېرې مودې نه د بنيادي اسنيو د نشتوالي ښكار دے ٬ خو د مسلم ليګ ن حكومت صوبه كښې تل پاتي پرمختګ او د اولس خدمت لپاره عملي ګامونه اخلي۔ ده ووئېل د تعليمي ادارو ښه والے ٬ د بنيادي صحت مركزونو اپ ګرېډېشن او پاكو اوبو وركولو ته خاص پام لرنه كولې شي ۔









