پېښور 24 نومبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزير اعليٰ محمد سهيل آفريدي وئيلي دي صوبائي حکومت په ميرټ او سپېځلتيا باور لري، صوبه كښې د سفارش کلتور خاتمه شوې او نن ميرټ، شفافيت او د قابليت په بنياد بھرتي شوې نوي استاذان د دې نوي نظام روښانه علامت دي۔ د ګل په ورځ نشتر هال پېښور كښې د تعليم محکمې ترمخه د نوو بھرتي شوو استاذانو ته د …
صوبه كښې د سفارش کلتور په ختمولو به سپېځلتيا باوري كول وي محمد سهيل آفر يدي

مزید خبریں
پېښور 24 نومبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزير اعليٰ محمد سهيل آفريدي وئيلي دي صوبائي حکومت په ميرټ او سپېځلتيا باور لري، صوبه كښې د سفارش کلتور خاتمه شوې او نن ميرټ، شفافيت او د قابليت په بنياد بھرتي شوې نوي استاذان د دې نوي نظام روښانه علامت دي۔ د ګل په ورځ نشتر هال پېښور كښې د تعليم محکمې ترمخه د نوو بھرتي شوو استاذانو ته د اسناد وركولو دستوري ته د خاص ميلمه په حيثيت خطاب کښې وزير اعليٰ استاذان د ټولني ”روحاني والدين“ ګرځولو سره ووئيل د صوبې د بچو سباؤن هم ستاسو په لاسونو كښې دے، صوبائي حکومت خپل تعليمي نظام د ميرټ، انصاف او ديانت دارۍ په اصولو روانولو له لوظي دے او په دې لړ كښې عملي اقدامات کيږي۔ وزيراعليٰ نوي بھرتي شوو استاذانو له مباركي وركولو سره ووئيل نن دلته موجود هر استاذ په ميرټ، قابليت او خپل محنت دې ځائے ته رارسيدلے دے،كوم چې د دې خبري واضحه ثبوت دے چې صوبه كښې د سفارش کلچر خاتمه شوې او شفافيت په عملي توګه باوري شوے ۔دې څخه وړاندې وزيراعليٰ د پېښور ضلع او خيبر څخه بېلو مضمونونو كښې د ښې کارکردګي څرګندونه كوونكو استاذانو له د تقرريو آرډرز وركړل۔د دستوري په مهال د تعليم محکمې د اړخه بريفنګ كښې ووئيل شول صوبه كښې د استاذانو په 16 زره خالي چوكو د بھرتۍ عمل تندۍ سره روان دے،چې پكښې 10 زره 417 نارينه او 5 زره 753 ميرمنې استاذانې شاملې دي۔ د بھرتي روان عمل په وړومبې پراؤ په بشپړيدو نن ټوله صوبه كښې د تقررو حکمنامې وركړې كيږي دغسې په پاتي چوكو به هم د بھرتۍ عمل زر تر زره بشپړ شي۔









