په خيبر پښتونخوا كښې د پاسپورټ محكمې آسانيو كښې زياتوالي سره به اولس ته پېښی مسئلې كمې شي: فيصل كريم كنډي

اسلام آباد۔24نومبر(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي په صوبه كښی د پاسپورټ محكمې آسانيو كښې زياتوالي سره به اولس ته په پېښو مسئلو كښې كمے رامخې ته شي۔ ده د ګل په ورځ په اسلام آباد كښې د پاسپورټ ډائرېكټر جنرل مصطفیٰ جمال قاضی سره د ملاقات په مهال خبرې كولې۔ په ملاقات كښې په پهاړ پور، پنیاله او درګئی كښې د پاسپورټ نوو …

اسلام آباد۔24نومبر(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي په صوبه كښی د پاسپورټ محكمې آسانيو كښې زياتوالي سره به اولس ته په پېښو مسئلو كښې كمے رامخې ته شي۔ ده د ګل په ورځ په اسلام آباد كښې د پاسپورټ ډائرېكټر جنرل مصطفیٰ جمال قاضی سره د ملاقات په مهال خبرې كولې۔ په ملاقات كښې په پهاړ پور، پنیاله او درګئی كښې د پاسپورټ نوو كاؤنټرز پرانستلو پرېكړه وكړې شوه۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر ووئيل دې اقدام سره به نه يوازې دا چې وګړو ته انصاف د هغوي تر درشل ورسي بلكې د لرې پرتو سيمو د اوږد او ګران سفر ستونزې به هم كمې شي۔ دغسې عمره او نورو زائرينو سره سره بهر هېوادونو ته روزګار لپاره تلونكو ته به هم دا سهولت د هغوي په درشل ترلاسه شي۔ د پاسپورټ ډي جي ګورنر ته د مجوزه کاؤنټرز جوړولو او انتظامي چارو په اړه بريفنګ وركړو۔ په ملاقات كښې په دې خبره هم اتفاق وكړے شو چې د نوې پاسپورټ كاؤنټرز پرانسته به ډېر زر د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي په خپله وكړي۔

مزید خبریں