کراچۍ۔ 24 نومبر (اے پی پی) د سندھ ګورنر کامران خان ټیسوري په پېښور کښې د فېډرل کانسټبلري په هېډ كوارټر د ترهګریز برید په کلکه غندنه کړې او ویلي یې دي ترهګر د هیواد او ملت دښمنان دي او د دوی بزدلانه بریدونه د ملت عزم نشي کمزوری کولی۔ د ګل په ورځ د ګورنر هاوس لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې ده ووئیل دا ډول بزدلانه بریدونه …
د ترهګرو بزدلانه بريدونه د قام عزم نشي كمزورے كولے : د سندھ ګورنر

مزید خبریں
کراچۍ۔ 24 نومبر (اے پی پی) د سندھ ګورنر کامران خان ټیسوري په پېښور کښې د فېډرل کانسټبلري په هېډ كوارټر د ترهګریز برید په کلکه غندنه کړې او ویلي یې دي ترهګر د هیواد او ملت دښمنان دي او د دوی بزدلانه بریدونه د ملت عزم نشي کمزوری کولی۔ د ګل په ورځ د ګورنر هاوس لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې ده ووئیل دا ډول بزدلانه بریدونه د پاکستان د سولې او ثبات په نښه کولو لپاره یوه ناکامه هڅه ده۔ د سندھ ګورنر د امنیتي ځواکونو په وخت، زړه ور او مؤثر اقدام ته درناوی وړاندې کړو او وې ویل ځواکونو د خپل ژوند پروا کولو نه پرته د لويې زيان مخنیوي سره د زړورتیا یو نوے مثال جوړ كړو۔ ګورنر شهيدو شوو اهلكارو ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو سره ژوبل شوو لپاره د زر روغتيا دعا وكړه۔ كامران ټېسوري ووئيل د ترهګرۍ نوغې ويستلو له قام يو موټے دے او رياستي ادارې په بشپړ قوت سره خپل فرض ترسره كوي۔ ده په ډاګه كړه چې د پاكستان دښمن عناصرو ناپاكه ارادې به په هر محاذ ناكامه او په هېواد كښې به امن په هر صورت باوري كولې شي









