پېښور كښې د اېف سي په هيډکوارټر د ترهه ګرۍ د بريد سخته غندنه كوو۔ د بلوچستان وزيراعليٰ

کوئټه 24 نومبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي پېښور كښې د اېف سي په هيډکوارټر د ترهه ګرۍ بريد سختې غندنې كولو سره دغه د قامي سلامتيا په ضد ناوړه کارروائي ګرځولې ده۔ وزيراعليٰ ووئيل دا بريد يو ځل بيا ثابتوي چې د هېواد دښنه عناصر د اولس او رياستي ادارو حوصلې نه شي كمزوري كولې۔وزيراعليٰ د اېف سي ځوانانو د اړخه په وخت او مړانه …

کوئټه 24 نومبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي پېښور كښې د اېف سي په هيډکوارټر د ترهه ګرۍ بريد سختې غندنې كولو سره دغه د قامي سلامتيا په ضد ناوړه کارروائي ګرځولې ده۔ وزيراعليٰ ووئيل دا بريد يو ځل بيا ثابتوي چې د هېواد دښنه عناصر د اولس او رياستي ادارو حوصلې نه شي كمزوري كولې۔وزيراعليٰ د اېف سي ځوانانو د اړخه په وخت او مړانه کارروائي کولو سره د بريد شنډول د فخر وړ ګرځولو سره ووئيل د ځوانانو شجاعت د ترهه ګرو عزائم ناكامه كړي۔ده ووئيل د پاکستان د دښمنانو تر ختمولو به هلي ځلي رواني ساتلې شي ٬مير سرفراز بګټي په هېواد كښې د خپل ځان قرباني وركوونكو اېف سي شهيدانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د دوي قربانۍ د قام لپاره د وياړ وړ دي،د بلوچستان حکومت د غمجنو كورنيو سره ولاړ دے او د دويې په دړد كښې شريك دے۔ده په دې خبره زور راوړو چې د سيکورټي فورسز قربانۍ د قام حوصلې زياتوي او د دوي قربانۍ به چري هم هېرې نه شي ۔ وزيراعليٰ د ژوبل كسانو زر روغتيا لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔

مزید خبریں