ډېرہ غازی خان ۔ 24 نومبر (اے پی پی) د ډېره غازي خان حلقه اېن اے 185 كښې شوو ضمني ټاكنو كښې د پاكستان مسلم ليګ ن كانديد سردار محمود قادر خان لغاري كامياب وګرځولے شو۔ د ريټرنګ افسر وسيم اختر لخوا د جاري كړې شوي فارم 47 له مخې په ټاكنو كښې ټولو 8 كانديدانو برخه واخسته۔ په كومو كښې چې سردار محمود قادر خان لغاري 82 زره 419 …
ضمني ټاكنې ٬ د ډيره غازي خان په حلقه اين اے 185 كښې د پاكستان مسلم ليګ (ن) كانديد سردار محمود قادر خان لغاري كامياب وګرځولے شو

مزید خبریں
ډېرہ غازی خان ۔ 24 نومبر (اے پی پی) د ډېره غازي خان حلقه اېن اے 185 كښې شوو ضمني ټاكنو كښې د پاكستان مسلم ليګ ن كانديد سردار محمود قادر خان لغاري كامياب وګرځولے شو۔ د ريټرنګ افسر وسيم اختر لخوا د جاري كړې شوي فارم 47 له مخې په ټاكنو كښې ټولو 8 كانديدانو برخه واخسته۔ په كومو كښې چې سردار محمود قادر خان لغاري 82 زره 419 ووټونه اخستو سره كاميابي ترلاسه كړه۔ په حلقه كښې د پي پي پي كانديد سردار دوست اېم خان کھوسه 49 زره 266 ووټونو سره په دويم او د جمیعت علمائے اسلام ف كانديد عبدالعزیز بلوچ 977 ووټونو سره په درېم لمبر پاتي شو۔ په ټاكنو كښې په مجموعي توګه 1 لک 36 زره 406 ووټونه كاسټ كړېے شول په كومو كښې چې 79 زره 113 نارينه او 57 زره 293 مېرمنې ووټرانې شاملې دي۔ د فارم 47 له مخې د كاسټ كړے شوو ووټونو شرح 32.61 فیصده پاتې شوه ۔ 2160 ووټونه مسترد كړے شول۔ دا خبره دې ياده وي چې په ډېره غازي خان كښې د اېن اے 185 دا چوكۍ د پاكستان تحريك انصاف غړې زرتاج ګل د نااهلۍ څخه وروستو خالي شوې وه









