په فيډرل کانسټیبلری هیډکوارټر پيښور ترهګر بريد ٬ 3 اهلكار شهيدان ٬ په ځوابي كارروايۍ كښې درې واړه ترهګر ووژل شول

پېښور ۔ 24 نومبر (اے پی پی) په پېښور كېنټ كښې د فېډرل کانسټېبلری هېډکوارټر په ستره دروازه د ځانمرګي بريد په نتيجه كښې 3 اهلكار شهيدان او دوه ټپيان شوي دي۔ د سی سی پی او پېښور ډاکټر میاں سعید احمد له مخې پوليس ، فېډرل کانسټېبلری او د پاک فوج کمانډوز د زياتې مړانې څرګندونه او په وخت ځوابي كارروائي كولو سره 2 بريد كوؤنكي وژلي دي۔ د …

پېښور ۔ 24 نومبر (اے پی پی) په پېښور كېنټ كښې د فېډرل کانسټېبلری هېډکوارټر په ستره دروازه د ځانمرګي بريد په نتيجه كښې 3 اهلكار شهيدان او دوه ټپيان شوي دي۔ د سی سی پی او پېښور ډاکټر میاں سعید احمد له مخې پوليس ، فېډرل کانسټېبلری او د پاک فوج کمانډوز د زياتې مړانې څرګندونه او په وخت ځوابي كارروائي كولو سره 2 بريد كوؤنكي وژلي دي۔ د پېښې په ځايې كښې کلیئرنس آپرېشن روان دے۔ سی سی پی او پېښور ډاکټر میاں سعید وئيلي چې په سنهری مسجد روډ د فېډرل کانسټېبلری په هېډ کوارټر د بريد د لاسه صدر روډ ټرېفك لپاره بند كړے شوے دے۔ چاؤدنه سهار 10 دقيقې دپاسه 8 بجې وشوه۔ ځان مرګې بريد كوؤنكي ځان چاؤدنې سره والوزولو۔ د چاؤدنې آواز تر لرې لرې واورېدلے شو۔ دې څخه وروستو د فائرنګ آوازونه هم واورېدلې شوو۔ په سيمه كښې سكيورټي هائي الرټ كړې شوې ده او نوره نفري موقعې ته رسېدلې ده۔ دې سره سره رېسكيو ډلې هم موقعې ته رسېدلې دي۔ آئی جی خېبر پښتونخوا پولیس ذوالفقار حمید ميډيا سره خبرو كښې ووئيل په فېډرل کانسټېبلری هېډکوارټر صدر پېښور كښې دوه ځانمرګې بريدونه وشول۔ يوه چاؤدنه په ستره دروازه او دويمه دننه موټر سائيكل سټېنډ كښې وشوه۔ آئی جی ووئيل دوه بريد كوؤنكي د فائرنګ په تبادله كښې وژلې شوي دي۔ سی سی پی او پېښور میاں سعید ووئيل د فېډرل کانسټېبلری اهلكارو دواړه بريد كوؤنكي وژلې دي۔ ډپټی کمانډنټ فېډرل کانسټېبلری جاوېد اقبال وئيلي دي چې درې واړه ترهګر وژلې شوي دي٬ د فېډرل کانسټېبلری ځوانانو په مړانه د ترهګرو مقابله وكړه۔ په ځانمرګې بريد كښې د فېډرل کانسټېبلری 3 اهلکار شهيدان شول۔ د روغتون ذريعو له مخې په بريد كښې 5 كسان ژوبل شوي كوم چې روغتون ته منتقل كړې شوي دي۔ په بريد كښې 2 اهلكار او 3 عام وګړي ټپيان شوي دي۔ ټولو ژوبل شوو ته طبي مرسته رسولې شي او د دوئي حالت د اطمينان وړ ښودلے شي۔ د ډپټی کمانډنټ فېډرل کانسټېبلری وېنا ده چې قانون نافذ كوؤنكو ادارو سيمه محاصره كړې ده او كليئرنس آپرېشن روان دے

مزید خبریں