هری پور۔ 24 نومبر (اے پی پی) د هری پور،حلقه اېن اے 18 ضمنی ټاكنو كښې د مسلم ليګ (ن) كانديد بابر نواز خان په 1 لك 63 زره 996 ووټونو سره كامياب ګرځولے شوے ۔ د قامي اسمبلۍ د حلقه اېن اے 18 هري پور ضمني ټاكنو سركاري نتيجو له مخې ټولو پولنګ سټېشنونو څخه د مسلم لیګ (ن) كانديد بابر نواز خان د 163,996 ووټونو په اخستلو كاميابي …
د هری پور این اے 18 ضمنی ټاكنې ، د مسلم ليګ (ن) كانديد بابر نواز خان 1 لك 63 زره 996 ووټونو سره كامياب وګرځولے شو

مزید خبریں
هری پور۔ 24 نومبر (اے پی پی) د هری پور،حلقه اېن اے 18 ضمنی ټاكنو كښې د مسلم ليګ (ن) كانديد بابر نواز خان په 1 لك 63 زره 996 ووټونو سره كامياب ګرځولے شوے ۔ د قامي اسمبلۍ د حلقه اېن اے 18 هري پور ضمني ټاكنو سركاري نتيجو له مخې ټولو پولنګ سټېشنونو څخه د مسلم لیګ (ن) كانديد بابر نواز خان د 163,996 ووټونو په اخستلو كاميابي ترلاسه كړې ده۔ د ريټرننګ آفيسر لخوا د جاري كړي فارم 47 له مخې آزاد كانديد شهرناز عمر ایوب 120,220 ووټونو سره په دويم او آزاد كانديد اسد عثمان 12723 ووټونو سره په درېم لمبر دے۔ په حلقه كښې ټول 7,53,944 رجسټرډ ووټران دي۔ ضمني ټاكنو لپاره د الېكشن كمېشن لخوا 602 پولنګ سټېشنونه جوړ كړے شوې وو۔ د سركاري نتيجو له مخې ټول 317,342 ووټونه شوي په كومو كښې چې 7826 ووټونه له شمېرې څخه بهر كړے شوي۔ د كارولې شوو ووټونو شرح 42.09 فیصده پاتې شوې ده









