پېښور۔ 24 نومبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهېل آفريدي د ګل په ورځ پېښور كښې د فيډرل كانسټيبلري په هيډ كوارټرز د ترهګرو بريد په سختو ټكو غندلو سره د خېبر پښتونخوا آئي جي پوليس څخه د پېښې رپورټ غوښتے دے۔ د وزیراعلی هاؤس پېښور وياند له مخې وزيراعلی ژوبل شوو لپاره د سمدستي او غوره طبي آسانيو برابرولو هدايات جاري كړي دي۔ وزیراعلیٰ ووئيل ځوانانو په …
وزيراعلی سهيل آفريدي د فيډرل كانسټيبلري په هيډ كوارټر د ترهګرو بريد وغندلو

مزید خبریں
پېښور۔ 24 نومبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهېل آفريدي د ګل په ورځ پېښور كښې د فيډرل كانسټيبلري په هيډ كوارټرز د ترهګرو بريد په سختو ټكو غندلو سره د خېبر پښتونخوا آئي جي پوليس څخه د پېښې رپورټ غوښتے دے۔ د وزیراعلی هاؤس پېښور وياند له مخې وزيراعلی ژوبل شوو لپاره د سمدستي او غوره طبي آسانيو برابرولو هدايات جاري كړي دي۔ وزیراعلیٰ ووئيل ځوانانو په مړانه د تباهۍ مخنيوے كړے٬ دا بريد د افسوس او غندنې وړ دے٬ ترهګر كوم مذهب نه لري ٬ دا ډول بزدلانه بريدونه زمونږ حوصلې كمزورې كولې نه شي۔ ده ووئيل شهيدان زمونږ وياړ دے٬ د دوي وينه به كله هم بې ځايه لاړه نه شي٬ ككړ عناصر به خپل انجام سره مخ كولې شي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ به لا مضبوط عزم سره روان ساتلے شي۔ ده زياته كړه چې امن په ځائے كولو او د ترهګرۍ نوغې ويستلو له به ټول وسائل كارولې شي۔ ده ووئيل صوبائي حكومت پوليس او قانون نافذ كوؤنكو ادارو سره يو برابر ولاړ دے۔ ۔وزیرِاعلیٰ د شهيدو شوو اهلكارو لپاره د لوړو درجو او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه









