سينيټ د تير يو كال په مهال د ميرمنو تعليم او د هغوي د حقونو تحفظ لپاره يو شمير اقدامات كړي دي : سيدال خان ناصر

کراچۍ ۔23 نومبر(اے پی پی) د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن سيدال خان ناصر وئيلي دي چې د قومونو په پرمختګ كښې د مېرمنو كردار بنيادي حېثېت لري٬ سينيټ د تير يو كال په مهال د ميرمنو تعليم او د هغوي د حقونو تحفظ لپاره يو شمير اقدامات كړي دي۔ د اتوار په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د جناح یونیورسټی فار وېمن په بزنس …

کراچۍ ۔23 نومبر(اے پی پی) د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن سيدال خان ناصر وئيلي دي چې د قومونو په پرمختګ كښې د مېرمنو كردار بنيادي حېثېت لري٬ سينيټ د تير يو كال په مهال د ميرمنو تعليم او د هغوي د حقونو تحفظ لپاره يو شمير اقدامات كړي دي۔ د اتوار په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د جناح یونیورسټی فار وېمن په بزنس انکېوبېشن سېنټر كښې راجوړه كړې شوې دستوره كښې د سېنېټ دوهم چيئرمېن سېدال خان ناصر د خاص مېلمه په حېث ګډون وكړو او زده كوؤنكو ٬ استاذانو او مېلمنو ته يۍ خطاب وكړو۔ سېدال خان ووئيل لوستې انجونې د كوم هم قام لوے طاقت وي۔ ده ووئيل د قومونو په پرمختګ كښې د مېرمنو كردار بنيادي حېثېت لري۔ ده ووئيل سينيټ د تير يو كال په مهال د ميرمنو تعليم او د هغوي د حقونو تحفظ لپاره يو شمير اقدامات كړي دي په كومو كښې چې د انجونو د پوهنتونونو فنډز زياتول ٬ په وروستو پاتې سيمو كښې انجونو لپاره خصوصي وظيفې ٬ په اعلي تعليمي ادارو كښې د مېرمنو نمائندګي زياتولو له د بل منظوري او په پوهنتونونو كښې د هراسانۍ په ضد مؤثر قوانين شامل دي۔ ده زده كوؤنكو ته نصيحت و كړو چې د كاميابۍ راز عزم ٬ محنت او استقامت كښې دے۔سېدال خان په دې موقعه استاذانو ته هم په زړه پورې ټكو كښې د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده ووئيل دوئي هغه مشالونه دي كوم چې په خپله سوزېدو سره بل له رڼا وركوي۔ د خطاب په پايه هغه په هركلي كولو د پوهنتون د انتظاميې مننه كولو سره پوهنتون لپاره د پرمختګ او هرې يوې زده كوؤنكې له د كاميابۍ او استقامت دعا وكړه۔

مزید خبریں