سينيټر ايمل ولي خان د اے اين پي بلوچستان د پخواني صدر صالح ايم خان مندوخيل د برخوردار په مړينه خواشيني اوښودله

پېښور ۔ 23 نومبر (اے پی پی) د عوامي نېشنل پارټۍ (اے اېن پی) مرکزی صدر سېنېټر اېمل ولی خان د اے اېن پی مرکزی جوائنټ سېکرڼری انور مندوخېل د ورور او د اے اېن پي بلوچستان پخواني صدر صالح اېم مندوخېل د ځوي شېر اېم مندوخېل په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د غمرازۍ په خپل پېغام كښې ده ووئيل د شېر اېم مندوخېل په …

پېښور ۔ 23 نومبر (اے پی پی) د عوامي نېشنل پارټۍ (اے اېن پی) مرکزی صدر سېنېټر اېمل ولی خان د اے اېن پی مرکزی جوائنټ سېکرڼری انور مندوخېل د ورور او د اے اېن پي بلوچستان پخواني صدر صالح اېم مندوخېل د ځوي شېر اېم مندوخېل په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د غمرازۍ په خپل پېغام كښې ده ووئيل د شېر اېم مندوخېل په حق رسېدل نه يوازې د هغه كورنۍ بلكې ټولې سيمې لپاره يوه لويه پېښه ده۔ ارواښاد يو باوقار ٬ مخلص او بااثر شخصت ؤ كوم چې ټول عمري د اولس خذمت مقدم ساتلے ؤ۔ ده ووئيل مونږ په دې سخت وخت كښې غمجنې كورنۍ سره يو برابر ولاړ يوو۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔

مزید خبریں