فېصل آباد۔ 23 نومبر (اے پی پی) د پی پی 116 په ضمني ټاكنو كښې د وزیراعظم د سياسي او اولسي چارو سلاكار سېنېټر رانا ثناء اے خان او د مسلم لیګ (ن) كانديد احمد شهريار په پي پي 116 كښې خپل ووټ كاسټ كړو چې ورسره د دې نشست سياسي اهميت يووارې بيا په ډاګه شو۔ د بېلو پولنګ سټېشنونونو لخوا د ترلاسه شويو اطلاعاتو له مخې په حلقه …
رانا ثناﺀ اے خان او د مسلم ليګ (ن) كانديد احمد شهريار په پي پي 116 كښې خپل ووټ كاسټ كړو ٬ د ټاكنو عمل په سولييز ډول روان دے

مزید خبریں
فېصل آباد۔ 23 نومبر (اے پی پی) د پی پی 116 په ضمني ټاكنو كښې د وزیراعظم د سياسي او اولسي چارو سلاكار سېنېټر رانا ثناء اے خان او د مسلم لیګ (ن) كانديد احمد شهريار په پي پي 116 كښې خپل ووټ كاسټ كړو چې ورسره د دې نشست سياسي اهميت يووارې بيا په ډاګه شو۔ د بېلو پولنګ سټېشنونونو لخوا د ترلاسه شويو اطلاعاتو له مخې په حلقه كښې په مجموعي توګه پولنګ په سولييز ډول روان دے او چرته څخه هم د كومې ناوړه پېښې په اړه كومه اطلاع راغلې نه ده۔ د الېكشن كمېشن له مخې پولنګ سهار 8 بجې په خپل ټاكلي وخت پېل شو او تر ماښام 5 بجو به له كوم ځنډ پرته روان وي۔ د الېکشن کمېشن وياند وئيلي چې په ټوله حلقه كښې د مانیټرنګ بشپړ انتظامات شوي دي دغسې چې هر يو ووټر له كومې ستونزې پرته د خپلې رايې حق وكارولې شي۔









