پېښور۔ 22 نومبر (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا وزيراعلی سهيل خان آفريدي د ډیجیټل پېمنټس اېکټ 2025 منظوری وركړې ده كومه به چې له كابينې منظورېدو نه وروستو په عملي توګه نافذ شي۔ د وزيراعلی هاؤس پیښور لخوا د جاري شوي بيان له مخې خېبر پښتونخوا ډیجیټل معیشت لپاره د قانوني فرېم ورك معارفي كوؤنكې اولنۍ صوبه جوړه شوې ده۔ د دې قانون له مخې به حكومت٬ كاروبار او …
د خيبر پښتونخوا وزيراعلی د ډیجیټل پیمنټس ایکټ 2025 منظوری وركړه

مزید خبریں
پېښور۔ 22 نومبر (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا وزيراعلی سهيل خان آفريدي د ډیجیټل پېمنټس اېکټ 2025 منظوری وركړې ده كومه به چې له كابينې منظورېدو نه وروستو په عملي توګه نافذ شي۔ د وزيراعلی هاؤس پیښور لخوا د جاري شوي بيان له مخې خېبر پښتونخوا ډیجیټل معیشت لپاره د قانوني فرېم ورك معارفي كوؤنكې اولنۍ صوبه جوړه شوې ده۔ د دې قانون له مخې به حكومت٬ كاروبار او سروس سېكټر كښې د كيو آر كوډ د لارې ډيجيټل ادائيګي لازمي وي٬ نوي رجسټرډ كاروبارونو لپاره به تر دوه كلونو په ډیجیټل پېمنټس هېڅ نوے سېلز ټېكس نه لګي۔ په ډیجیټل ادائېكۍ به اضافي چارجز اخيستل منع وي او صارفينو ته ادائيګۍ كولو څخه انكار به د قانون خلاف ورزي ګڼلې شي۔ د صارف او كاروبار دواړو دېټا بشپړ تحفظ به باوري كولې شي۔ دا بل به په مالي شموليت ٬ سپېځلتيا او د صوبې معيشت عصري غوښتنو سره هم آهنګ كولو كښې مهم پړاؤ ثابت شي۔ خېبر پښتونخوا به د كېش لېس معيشت ماډل صوبه جوړېدو سره د وفاق او نورو صوبو لارښودنه وكړي۔ اولسي آسانيو لپاره به په بازارونو كښې پبلک وائی فائی او نور ډېيجيټل آسانۍ برابرولې شي۔ په تعليمي نصاب كښې به مالي او ډيجيټل خواندګي شاملولې شي۔ په ضلعي كچه به آسان آن بورډنګ او نفاذ باوري كولې شي۔









