بلوچستان اسمبلي په منظور شوو قراردادونو عملدرآمد لپاره د مانيټرنګ ميكانزم جوړولو قرارداد منظور كړو

كوئټه 21 نومبر (اے پي پي) بلوچستان اسمبلي د ايوان څخه په منظو شوو قراردادونو عملدرآمد لپاره د مانيټرنګ ميكانزم جوړولو قرارداد په متفقه توګه منظور كړے دے ۔د جمعې په ورځ د بلوچستان اسمبلۍ غونډه د سپيكر كيپټن(ر)عبدالخالق اچكزئي په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د اسمبلۍ غړو غزاله ګوله٬شاهده رؤف٬فرح عظيم شاه٬سلمي كاكړ او صفيه عمراني لخوا د اسبملۍ غړې سلمٰی كاكړ شريك قرارداد وړاندې كړو۔ د قرارداد …

كوئټه 21 نومبر (اے پي پي) بلوچستان اسمبلي د ايوان څخه په منظو شوو قراردادونو عملدرآمد لپاره د مانيټرنګ ميكانزم جوړولو قرارداد په متفقه توګه منظور كړے دے ۔د جمعې په ورځ د بلوچستان اسمبلۍ غونډه د سپيكر كيپټن(ر)عبدالخالق اچكزئي په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د اسمبلۍ غړو غزاله ګوله٬شاهده رؤف٬فرح عظيم شاه٬سلمي كاكړ او صفيه عمراني لخوا د اسبملۍ غړې سلمٰی كاكړ شريك قرارداد وړاندې كړو۔ د قرارداد متن كښې ووئېل شول د صوبائي اسمبلۍ غړي ګڼ شمېر د اولس خېرښېګړې په ړه قراردادونه منظوروي٬منظور شوي قراردادونه عملدرآمد لپاره په رسمي توګه حكومت ته لېږلي كيږي٬په قراردادونو موثر عمل درآمد نه كېدو برابر دے٬دا ايوان صوبائي حكومت ته سفارش كوي چې حكومت اسمبلۍ څخه په منظور شوو قراردادونو عملدرآمد له يو مانيټرنګ ميكانزم جوړ كړي٬ټولو محكمو كښې د منظور شوو قراردادونو د پېشرفت نګراني له او عملدرآمد كښې رامخې ته خنډان دې لرې كړې شي ۔ د صوبائي اسمبلۍ سپيكر ووئيل قرارداد د منظورۍ نه پس د بلوچستان حكومت پراپرټي جوړيږي٬چيف سېكرټري ته لېږلې كيږي٬بيا په حكومت منحصر ده او په دې اړه خط و كتابت كيږي۔دا يو تجويز وي او حكومت په دې اړه ځواب وركونكے نه دے۔دغسې ايوان شريك قرارداد منظور كړو۔

مزید خبریں