پېښور 21 نومبر (اے پي پي)بنو كښې د امن كمېټۍ په دفتر د ترهه ګرو په بريد كښې د امن كمېټۍ 7 غړي په حق رسېدلې دي۔بنو پوليس وياند له مخې د جمعې په ورځ د بنو په هويد سيمه كښې ترهه ګرو د امن كمېټۍ په دفتر بريد وكړو چې په دې مهال ډزې وشوی چې په نتيجه كښې يې 7 كسه په حق ورسېدل او يو ژوبل شو …
بنو كښې د ترهه ګرو د امن كمېټۍ په دفتر بريد٬ 7 غړي په حق ورسېدل

مزید خبریں
پېښور 21 نومبر (اے پي پي)بنو كښې د امن كمېټۍ په دفتر د ترهه ګرو په بريد كښې د امن كمېټۍ 7 غړي په حق رسېدلې دي۔بنو پوليس وياند له مخې د جمعې په ورځ د بنو په هويد سيمه كښې ترهه ګرو د امن كمېټۍ په دفتر بريد وكړو چې په دې مهال ډزې وشوی چې په نتيجه كښې يې 7 كسه په حق ورسېدل او يو ژوبل شو ۔پوليس له مخې د بريد پلټنې پیل شوې دي او مړي او ژوبل شوې ډسټركټ هيډكوارټر روغتون ته منتقل كړے شوي ۔پوليس له مخې نامعلومه وسله والو ترهه ګرو په بريد كښې د امن كمېټۍ مشر قاري جليل دفتر په نښه كړے ٬په په حق رسېدلو كښې دانش٬كامران٬ولي الله٬سفيان٬محمد نياز٬نعمان او سفيان شامل دي









