د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمد سهيل آفريدي ډي آئي خان كښې د پوليس په ګاډي د ترهه ګرو بريد وغندلو

پیښور 20 نومبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمد سهيل آفريدي ډيره اسماعيل خان كښې د پوليس په ګاډي د ترهه ګرو د بريد غندنه كړی ده ۔ وزيراعلٰی د خېبرپښتونخوا آئي جي څخه د پېښې سمدستي رپورټ غوښتلو سره ووئيل دا پېښه افسوس ناكه او د غندنې وړ ده ۔ ده ووئېل ككړ عناصر به په هر صورت خپل انجام ته رسولې شي۔د پېښور وزيراعلٰی هاؤس لخوا جاري …

پیښور 20 نومبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمد سهيل آفريدي ډيره اسماعيل خان كښې د پوليس په ګاډي د ترهه ګرو د بريد غندنه كړی ده ۔ وزيراعلٰی د خېبرپښتونخوا آئي جي څخه د پېښې سمدستي رپورټ غوښتلو سره ووئيل دا پېښه افسوس ناكه او د غندنې وړ ده ۔ ده ووئېل ككړ عناصر به په هر صورت خپل انجام ته رسولې شي۔د پېښور وزيراعلٰی هاؤس لخوا جاري شوي بيان كښې د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی ووئيل دا ډول بزدلانه بريد زمونږ حوصلې كمزورې كولې نه شي٬د ترهه ګرۍ په ضد جنګ به د وړاندې نه په زيات قوي عزم روان ساتلے شي۔ده ووئيل د شهيدانو اهلكارو قربانۍ به بې ځايه نه ځي٬ د امن بحالۍ او ترهه كرۍ بشپړه خاتمې لپاره به ټول وسائل كارولې شي۔ده ووئيل صوبائي حكومت پوليس او ټولو قانون نافذ كوونكو ادارو سره په پورا قوت سره ولاړ دے۔

مزید خبریں