سيرتِ نبويۖ په اوسني دور كښې د چيلنجز يوازنے حل دے ۔ وفاقي وزير سردار يوسف

اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزيرسردار يوسف وئيلي دي د نبي کريمۖ سيرت طيبه ټول انسانيت لپاره يوه جامع٬ زرينه او د عمل وړ نمونه ده, د رسول اللهۖ د ژوند هر اړخ د اخلاق، عدل، روادارۍ، شفقت او حکمت د ننني دور د لويو چلېجونو بهترين حل دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ په علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ كښې دوه ورځني …

اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزيرسردار يوسف وئيلي دي د نبي کريمۖ سيرت طيبه ټول انسانيت لپاره يوه جامع٬ زرينه او د عمل وړ نمونه ده, د رسول اللهۖ د ژوند هر اړخ د اخلاق، عدل، روادارۍ، شفقت او حکمت د ننني دور د لويو چلېجونو بهترين حل دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ په علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ كښې دوه ورځني نړيوال سيرت کنفرنس پرانستې غونډې ته د خاص مېلمه په حېث وكړه ۔ وفاقي وزير ووئيل صوفيائے کرامو سيرتِ نبويۖ يوازې بيان كړے نه دے بلكې خپل كردار او عمل سره يې د ھغې ژوند نمونه وړاندې كولو سره زمونږ لارښودنه كړې۔ نن بېلې ادارې دا مشن په خپل دائره كار كښې مخ په وړاندې بوځي۔ ده ووئيل د مذهبي چارو وزارتِ هر كال د سيرت کنفرنس تابيا كوي٬ سيرت ليكوالو له اېوارډز وركوي او دا پېغام په موثره توګه عام كوي ۔ ده ووئيل علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ كښې د سيرت کنفرنس کامياب اهتمام د دې سلسلې يو مهمه كړۍ ده٬ په دې د پوهنتون انتطاميه٬ کليه عربي او علومِ اسلاميه او وائس چانسلر د مباركۍ مستحق دي

مزید خبریں