د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی د غلام اسحاق خان انسټي ټيوټ صوابۍ دوره

پیښور 19 نومبر (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمد سهيل آفريدي د غلام اسحاق خان انسټي ټيوټ صوابۍ دوره وكړه۔د پیښور وزيراعلٰی هاؤس وياند له مخې د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی جي آئي انسټي ټيوټ كښې د فيكلټۍ اپارټمنټس پرانسته وكړه۔په دې موقع د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمد سهيل آفريدي خپل خطاب كښې غلام اسحاق خان انسټي ټيوټ تعليم تر لاسه كوونكو د قبائېلي ضلعو زده كوونكو لپاره د 20 سكالرشپس اعلان سره …

پیښور 19 نومبر (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمد سهيل آفريدي د غلام اسحاق خان انسټي ټيوټ صوابۍ دوره وكړه۔د پیښور وزيراعلٰی هاؤس وياند له مخې د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی جي آئي انسټي ټيوټ كښې د فيكلټۍ اپارټمنټس پرانسته وكړه۔په دې موقع د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمد سهيل آفريدي خپل خطاب كښې غلام اسحاق خان انسټي ټيوټ تعليم تر لاسه كوونكو د قبائېلي ضلعو زده كوونكو لپاره د 20 سكالرشپس اعلان سره ووئېل چې كله هم زده كوونكو ته ضرورت پیښ شو نو د عمران خان صوبائي حكومت به د دوي مرستې لپاره حاضر وي۔د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی ووئيل خېبرپښتونخوا كښې به كوم هم ماشوم د مالي ستونزو له امله تعليم نه پرېږدي٬زده كوونكې دې نوې آئيډياز راوړي٬خېبرپښتونخوا حكومت به بشپړه مرسته وركوي۔ده ووئيل قوي ادارې د قوي رياست ضمانت وي٬مونږ له به ادارې قوي كول وي٬نورو صوبو څخه راغلېو زده كوونكو ته هركلے وائيم٬ ده ووئېل تاسو زمونږ مېلمانه يۍ او دا اداره خپل كور اوګڼۍ۔

مزید خبریں