باكو18 نومبر(اے پی پی)د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټيلي كميونيكيشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه د پاكستان ډيجيټل وژن د ملائېشيا ډيجيټل معيشت اهداف سره سم ګرځولو سره د دواړو هېوادونو ترمينځه د ډيجيټل پالېسي ډائيلاګ وړاندېز وركړے دے ۔د نهې په ورځ د آئي ټي او ټيلي كام وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د ورلډ ټيلي كميوني كيشن ډوېلپمنټ كنفرنس په موقع وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه د …
شزه فاطمه خواجه د پاكستان ډيجيټل وژن د ملائېشيا ډيجيټل معيشت اهداف سره هم آهنګ وګرځولو ٬ د ډيجيټل پالېسي ډائيلاګ وړاندېز

مزید خبریں
باكو18 نومبر(اے پی پی)د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټيلي كميونيكيشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه د پاكستان ډيجيټل وژن د ملائېشيا ډيجيټل معيشت اهداف سره سم ګرځولو سره د دواړو هېوادونو ترمينځه د ډيجيټل پالېسي ډائيلاګ وړاندېز وركړے دے ۔د نهې په ورځ د آئي ټي او ټيلي كام وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د ورلډ ټيلي كميوني كيشن ډوېلپمنټ كنفرنس په موقع وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه د ملائېشيا د مواصلات وزير احمد فهمي محمد فاضل سره ملاقات كړے چې پكښې دواړو ډلو د پاكستان او ملائېشيا قوي اړيكې او سټريټجك پارټنرشپ وستائېلو۔وفاقي وزيرې ووئيل د پاكستان ډيجيټل وژن د ملائېشيا ډيجيټل معيشت اهداف سره بشپړه هم آهنګ دے۔دې د پاكستان په تندۍ سره زياتې شوې آئي ټي انډسټري او 600000 څخه زيات ټيك پروفيشنلز لويې طاقت وګرځولو ۔دواړو ډلو د ملائېشيا او پاكستان آئي سي ټي برآمدات رجحان ته د لا ودې وركولو پخلے وكړو ۔شزه فاطمه خواجه د دواړو هېوادونو ترمينځه د ډيجيټل پالېسۍ ډائيلاګ پېل كولو وړاندېز هم وركړو ۔وفاقي وزيرې د مصنوعي ذهانت٬ډيټا سائنس پشمول نورو څانګو كښې ټيلنټ موبيلټي او سكل الائنمنټ تجاويز هم وركړل ۔شزه فاطمه خواجه سائبر سكيورټي او ډيجيټل نټينټ كښې به شريكو اقداماتو هم خبرې وكړې۔د دې نه علاوه د آئي ټي وفاقي وزيرې د آذربائيجان آسان خذمت سينټر هم دوره وكړه۔شزه فاطمه خواجه د آذربائيجان د شهري خذمات ماډل د ډيجيټل ګورننس ښه مثال وګرځولو۔پاكستاني پلاوي ته اي-ګورننس٬شهري سروس ډليوري او په ډيجيټل انټيګرېشن ماډلز تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔په دې موقع شزه فاطمه خواجه ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف آذربائيجان اوسنۍ دورې نه پس د پاكستان او آذربائيجان اړيكې لا قوي شوې دي۔











