پاكستان په مغربي مقبوضه غاړه او په مسجد اقصٰی كښې د اسرائيل د اشتعال لرونكې كاروائيو غندنه وكړه

اسلام آباد18 نومبر(اے پی پی)پاكستان د اسرائيلي قابضو ځواكونو او د انتها خوښو آباد كارو لخوا مغربي مقبوضه غاړه كښې د فلسطين اولس په ضد د پرله پسې تشدد كاروائيو سخته غندنه كړې ده چې پكښې په مسجد اقصٰی بيا بيا بريد كول او د مونځ كوونكو په ضد اشتعال انګيزۍ شامله ده ۔د خارجه دفتر وياند لخوا د نهې په ورځ جاري شوي بيان كښې وئېل شول دا ډول …

اسلام آباد18 نومبر(اے پی پی)پاكستان د اسرائيلي قابضو ځواكونو او د انتها خوښو آباد كارو لخوا مغربي مقبوضه غاړه كښې د فلسطين اولس په ضد د پرله پسې تشدد كاروائيو سخته غندنه كړې ده چې پكښې په مسجد اقصٰی بيا بيا بريد كول او د مونځ كوونكو په ضد اشتعال انګيزۍ شامله ده ۔د خارجه دفتر وياند لخوا د نهې په ورځ جاري شوي بيان كښې وئېل شول دا ډول اقدامات د نړيوال قانون او ملګرو ملتونو اړوندو قراردادونو ښكاره خلاف ورزي ده۔وياند په خپل بيان كښې ووئيل دا ضروري ده چې د مقدس ځايونو تقدس نړيوال قانون او د تاريخي حېثيت له مخې باوري كړے شي۔پاكستان د نړيوالې وروورلۍ څخه د مقدس ځايونو تحفظ باوري كولو٬ د آباد كارو نلا تشدد ٬ د دراندازۍ مخ نيوي او د ملګرو ملتونو اړوند قراردادونو په ځاے ساتلو لپاره سمدستي او د موثر اقدامات غوښتنه كوي۔بيان كښې ووئېل شول پاكستان په دوه رياستي حل اډانه د منصفانه٬جامع او اوږد مهاله امن ملاتړ له د خپل اصولي دريځ پخلے كوي چې په نتيجه كښې يې د جون 1967 څخه په وړاندې په پولو د اډانه يو آزاد٬خپلواكه٬ د عمل وړ او متصل فلسطين رياست قيام عمل كښې راشي د كوم چې به پايه تخت القدس الشريف وي۔

مزید خبریں