پاکستان كښې د سکھ ورورولۍ مقدس ځايونو، ګردوارو خيال ساتل او هر ډول ممكنه سهولتونه باوري كولې شي۔ د وزيراعظم شهباز شريف په امريکا كښې مېشته د سکھ ورورولۍ صدر جسديپ سنګھ سره خبرې

اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي پاکستان كښې د سکھ ورورولۍ مقدس ځايونو، ګردوارو خيال ساتلے كېږي او هر ډول ممكن سهولتونه باوري كولې شي ۔ د دې خَيالاتو څرګندونه ده په امريكا كښې مېشته د سکھ ورورولۍ د تنظيم صدر جسديپ سنګھ سره په خبرو كښې كړې چا چې د نهې په ورځ دوي سره ملاقا وكړو ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ …

اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي پاکستان كښې د سکھ ورورولۍ مقدس ځايونو، ګردوارو خيال ساتلے كېږي او هر ډول ممكن سهولتونه باوري كولې شي ۔ د دې خَيالاتو څرګندونه ده په امريكا كښې مېشته د سکھ ورورولۍ د تنظيم صدر جسديپ سنګھ سره په خبرو كښې كړې چا چې د نهې په ورځ دوي سره ملاقا وكړو ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په ملاقات كښې د قانون وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ او پاکستاني نژاد امريکائي کاروباري شخصيت ساجد تارر هم موجود ٶ۔ وزيراعظم پاکستان ته په راتګ د جسديپ سنګھ هركلي كولو سره ووئيل پاکستان كښې د سكھ ورورولۍ ډېر مذهبي مقدس ځايونه موجود دي، ګردې نړۍ څخه د سكھ ورورولۍ كسان مذهبي رسومات ادا كولو لپاره راځي او پاكستان د دوي مېلمستيا كوي۔ ده ووئيل مونږ پاکستان ته راتلونكو سكھ ورورولۍ ته هر ډول ممكنه سهولتونه رسولو لپاره هڅې كوي٬ دا زمونږ لپاره د وېاړ سبب دے چې پاکستان كښې د سکھ ورورولۍ مقدس ځايونو، ګردوارو خيال ساتل او هر ډول ممكنه سهولتونه باوري كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ به په پاكستان كښې د مېشته سكھ ورورولۍ خېر ښګرې او ګرده نړۍ كښې د سکھ ياتريانو ته نور سهولتونه وركولو په اړه تګلاره جوړوٶ۔ د سمندر پورې پاکستانيانو ذکر كولو سره وزيراعظم ووئيل دغه كسان د هېواد ترقۍ او خوشحالۍ او د هېواد نامه روښانه كولو په اړه مهم كردار لوبوي٬ جسديپ سنګھ پاکستان كښې په غوره كوربتوب او د سکھ ياتريانو په مېلمستيا د وزيراعظم او د پاكستان د حکومت مننه وكړه۔

مزید خبریں