د وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د سينټرل ډويلپمنټ ورکنګ پارټي غونډه، د يو شمېر مهمو پرمختيائي منصوبو منظوري

اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) د سينټرل ډويلپمنټ ورکنګ پارټي (سي ډي ډبليو پي) په خپله اوسنۍ غونډه كښې د بېلو څانګو په اړه د يو شمېر مهمو پرمختيائي منصوبو منظوري وركړې ده ٬ د غونډې مشري د پلاننګ کميشن ډپټي چيئرمېن او وفاقي وزير احسن اقبال وكړه٬ په دې موقع د منصوبو د تکنيکي، مالي او سماجي اهميت په تفصيل سره جاج واخستلے شو٬ د تعليم ودې …

اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) د سينټرل ډويلپمنټ ورکنګ پارټي (سي ډي ډبليو پي) په خپله اوسنۍ غونډه كښې د بېلو څانګو په اړه د يو شمېر مهمو پرمختيائي منصوبو منظوري وركړې ده ٬ د غونډې مشري د پلاننګ کميشن ډپټي چيئرمېن او وفاقي وزير احسن اقبال وكړه٬ په دې موقع د منصوبو د تکنيکي، مالي او سماجي اهميت په تفصيل سره جاج واخستلے شو٬ د تعليم ودې او پسمانده سيمو ته د معياري تعليمي سهولتونه رسولو لپاره سي ډي ډبليو پي په “چترال كښې د دانش سکول جوړولو” منصوبې منظوري وركره٬ د دې منصوبې لګښت 3,319.729 ملينه روپۍ دے او د دې مقصد د صوبې لرې سيمه كښې مستحق زده كوٶنكو ته د جديد تعليم موقعې وركول دي۔ په دې موقع د وفاقي سرکاري ادارو پاليسي سازۍ ، منصوبه بندي او د پروګرام مينجمنټ صلاحيت زياتولو لپاره د “وفاقي حکومتي ادارو د كار استعداد كښې زياتوالي (امبريلا پروګرام)” منصوبې منظوري هم وركړې شوه د كومې ماليت چې 5,431.500 ملينه روپۍ دے چې له مخې به سركاري ادارو ته د نړيوال معيار پاليسۍ او پروګرام جوړولو او په موثره ډول د عملدرامد تربيه وركولې شي٬ دا اقدام به په حکومتي کارکردګي كښې بهتري او سپېځلتيا ته وده وركړي۔ د دې نه علاوه هم د يو شمېر منصوبو احاطه وكړې شوه۔ د سي ډي ډبليو پي لخوا د منظور كړے شوو منصوبو څخه به په هېواد كښې د تعليم، صحت، توان، اربن ډوېلپمنټ او د حکومتي ادارو اهليت كښې ځانګړې بهتري راشي٬ د حکومت وېنا ده چې دا اقدامات پرمختيائي عمل تېندولو او تر اولس بهتر خدمات رسولو لپاره ډېر مهم دي۔

مزید خبریں