د خلقو خدمت ته وړومبۍ پام لرنه كوو ، د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ

پیښور۔ 18 نومبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ محمد سهیل آفریدي د نهې په ورځ د خصوصي كسانو، ناجوړه وګړو مسائل واورېدل او اړوندو چارواكو ته يې د سمدستي مسائل حل کولو احکامات جاری کړل ۔وزیراعلیٰ د علاج په طمعه د سترګو او زړه ناروغو لپاره خصوصي سپارښتنې وكړې او وګړو ته يې د سمدستي مرستې باور وركړو ۔ د نهې په ورځ د وزیراعلیٰ سیکرټریټ كښې پرانستې …

پیښور۔ 18 نومبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ محمد سهیل آفریدي د نهې په ورځ د خصوصي كسانو، ناجوړه وګړو مسائل واورېدل او اړوندو چارواكو ته يې د سمدستي مسائل حل کولو احکامات جاری کړل ۔وزیراعلیٰ د علاج په طمعه د سترګو او زړه ناروغو لپاره خصوصي سپارښتنې وكړې او وګړو ته يې د سمدستي مرستې باور وركړو ۔ د نهې په ورځ د وزیراعلیٰ سیکرټریټ كښې پرانستې کچهري كښې ده اړوندو چارواكو ته د خصوصي كسانو مسائل د اول حل كولو هم امر وكړو ۔وزیر اعلیٰ خبرو كښې ووئېل مونږ ته د اولس د خدمت مینډیټ تر لاسه شوے، د صوبې د خلقو خدمت ته مونږ اول پام لرنه كوو ، د فلاحي واكمنۍ په لاره روان يوو ۔ دغسې د وزیراعلیٰ سره د ایم ډي کیټ ټاپر هم ملاقات وكړو ۔ وزیراعلیٰ طالب علم ته شاباش وركړو او د تعلیمي خرڅونو لپاره يې د مکمل سرکاري کفالت اعلان وكړو ۔۔

مزید خبریں