حضرو 18 نومبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزیر سردار محمد یوسف د وفاق المدارس العربیه میډیا کوآرډینیټر مولانا طلحه رحماني عیادت لپاره حضرو چھچھ ته لاړو ۔ په دې موقع ده د هغه خیریت معلومولو سره ووئېل مولانا طلحه رحماني د هېواد نوموړې دیني و علمي خانوادہ سره تعلق لري۔ ده ووئېل هېواد كښې د دين اسلام ودې لپاره د دینیه مدارس خدمات ګڼ اړخيزه دي ، …
حضرو،د مذهبي چارو وفاقي وزیر سردار محمد یوسف د وفاق المدارس العربیه د میډیا کوآرډینیټر مولانا طلحه رحماني عیادت لپاره حضرو چھچھ ته لاړ

مزید خبریں
حضرو 18 نومبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزیر سردار محمد یوسف د وفاق المدارس العربیه میډیا کوآرډینیټر مولانا طلحه رحماني عیادت لپاره حضرو چھچھ ته لاړو ۔ په دې موقع ده د هغه خیریت معلومولو سره ووئېل مولانا طلحه رحماني د هېواد نوموړې دیني و علمي خانوادہ سره تعلق لري۔ ده ووئېل هېواد كښې د دين اسلام ودې لپاره د دینیه مدارس خدمات ګڼ اړخيزه دي ، د دیني اقدارو تحفظ لپاره مدارس غوره خدمات تر سره كوي كومه چې د مملکت يوه ښكلې څېرہ ده۔ د مذهبي چارو وفاقي وزیر د مولانا طلحه رحماني زر ښه كېدو لپاره دعا هم وكړه ۔په دې موقع د ده سره مولانا جمیل الرحمٰن فاروقي،سردار سید غلام (سابق ناظم ډسټرکټ مانسهرہ) قاري محبوب الرحمٰن،سردار زاهد منان،پروفیسر سجاد قمر،سردار اویس،زاهد میر هم ملګري وو ،دغسې مولانا مسعود اختر ضیاء،ظهور احمد،مفتي عبدالصمد، قاري محمد نعیم د وفاقي وزیر چھچھ حضرو ته په رسېدو د وفاقي وزير هر كلے وكړو ۔یاد دې وي مولانا طلحه رحماني د تېرو 8 مياشتو نه ناروغه دے او په دې ورځو كښې علاج لپاره د کراچی نه اسلام آباد او خپلې سيمې چھچھ حضرو ته راغلے دے ۔











