حکومت سیاسي همغږۍ ، پرمختيائي تسلسل او د اولسي ګټې په تګلاره وړاندې روان دے ، د بلوچستان وزیر اعلیٰ بلوچستان میر سرفراز بګټي

کوئټه۔ 18 نومبر (اے پي پي) د بلوچستان وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټي سره د نهې په ورځ په بلوچستان اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر میر یونس عزیز زهري ، د صوبائي اسمبلۍ غړو انجینئر زمرک خان اچکزئي ، سید ظفر آغا، حاجی طور خان اتمانخیل او د بلوچستان بورډ آف انویسټمنټ اینډ ټریډ وائس چیئرمین بلال خان کاکړ جلا جلا ملاقاتونه وكړل ۔ ملاقاتونو كښې د صوبې په …

کوئټه۔ 18 نومبر (اے پي پي) د بلوچستان وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټي سره د نهې په ورځ په بلوچستان اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر میر یونس عزیز زهري ، د صوبائي اسمبلۍ غړو انجینئر زمرک خان اچکزئي ، سید ظفر آغا، حاجی طور خان اتمانخیل او د بلوچستان بورډ آف انویسټمنټ اینډ ټریډ وائس چیئرمین بلال خان کاکړ جلا جلا ملاقاتونه وكړل ۔ ملاقاتونو كښې د صوبې په سیاسی صورتحال، په روانو ترقیاتي منصوبو، د اولس خېر ښیګړې او د شرېكې خوښې په چارو تفصیلي خبرې وشوې ۔ په دې موقع وزیراعلیٰ بلوچستان میر سرفراز بګټي خپلو خبرو كښې ووئېل صوبائي حکومت د سپېځلې واكمنۍ، ښه سروس ډیلیوري او د اولسي مسائلو حل لپاره همه وخت فعاله دے۔

مزید خبریں