اسلام آباد۔ 18 نومبر (اے پي پي) الېكشن كمېشن آف پاكستان په پلازمينه اسلام آباد كښې د سمدستي بلدياتي ټاكنو كولو اعلان كړے دے ۔ د نهې په ورځ د الېكشن كمېشن وياند د اړخه جاري بيان تر مخه الېكشن كمېشن پخپله پرېكړه كښې دا وئېلي دي چې د اسلام آباد د لوكل ګورمنټس موده په 14 فروري 2021 ختمه شوې ده ۔ الېكشن كمېشن او وفاقي حكومت د آئين …
اليكشن كمېشن آف پاكستان په وفاقي پلازمينه اسلام آباد كښې د بلدياتي ټاكنو اعلان وكړو

مزید خبریں
اسلام آباد۔ 18 نومبر (اے پي پي) الېكشن كمېشن آف پاكستان په پلازمينه اسلام آباد كښې د سمدستي بلدياتي ټاكنو كولو اعلان كړے دے ۔ د نهې په ورځ د الېكشن كمېشن وياند د اړخه جاري بيان تر مخه الېكشن كمېشن پخپله پرېكړه كښې دا وئېلي دي چې د اسلام آباد د لوكل ګورمنټس موده په 14 فروري 2021 ختمه شوې ده ۔ الېكشن كمېشن او وفاقي حكومت د آئين آرټيكل A . 140 219 تر مخه په 120 ورځو كښې دننه د ټاكنو كولو پابند دي خو دا ټاكنې د څو سببونو له امله ځنډولې كېدې۔ الېكشن كمېشن 5 وارې د حلقه بنديو او 3 وارې د اليكشن شېډول جاري كړو او اړوندو ادارو سره يې خط و كتابت هم كړے خو اليكشن ونه شو۔ دغسې الېكشن كمېشن د ټاكنو كولو لپاره په 13 نومبر 2025 د كېس رسمي سماعت وكړو او د الېكشن د تابيا پرېكړه يې په 17 نومبر جاري كړه۔











