پاكستان د غزه لپاره د 100 ټڼه مرستې سامان 25مه قافله روانه كړه

لاهور 18 نومبر(اے پي پي) د پاكستان د اړخه د اين ډي ايم اے په مشرۍ كښې او د الخدمت فاونډېشن په مرسته د نهې په ورځ د لاهور هوائي اډې نه په 100 ټنه د مرستې سامان 25 م كهيپ د خاص پرواز د لارې غزه ته ولېږلو ۔ د وياند تر مخه په مرستې سامان كښې خېمې ٬ ترپال د اوبو بوشكې شاملې وې۔ تر اوسه په مجموعي …

لاهور 18 نومبر(اے پي پي) د پاكستان د اړخه د اين ډي ايم اے په مشرۍ كښې او د الخدمت فاونډېشن په مرسته د نهې په ورځ د لاهور هوائي اډې نه په 100 ټنه د مرستې سامان 25 م كهيپ د خاص پرواز د لارې غزه ته ولېږلو ۔ د وياند تر مخه په مرستې سامان كښې خېمې ٬ ترپال د اوبو بوشكې شاملې وې۔ تر اوسه په مجموعي توګه 2 زره 427 ټنه د مرستې سامان روان كړے شوے دے ۔ د سامان لېږلو په دستوره كښې د پبلك افيئرز يونټ وفاقي وزير رانا مبشر اقبال د خاص مېلمه په حېث ګډون وكړو٬ دغسې په دې مهال د حكومتي استازي ٬ د اين ډي ايم اے اعلې چارواكي او د الخدمت فاونډېشن پشمول د سماجي تنظيمونو استازي موجود وو۔ په دې مهال وفاقي وزير ووئېل د وزيراعظم محمد شهباز شريف په امرر مونږ حكومت د غوه مظلوم اولس سره يو والے او مرسته روانې ساتلې شوې ۔ پاكستان عمر له د فلسطين اولس سره اوږه په اوپږه ولاړ پاتي شوے او دا زمونږ د شريكو اقدارو ٬ اسلامي اخوت او د اخلاقي ذمه وارۍ څرګندونه ده۔ ده ووئېل د پاكستان حكومت د دې عزم پخلے كوي چې د مرستې وركړې سره سره په فلسطين كښې امن او په منطقه كښې استحام لپاره لاس په دعا يوو۔

مزید خبریں