پېښور هائي كورټ د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی حفاظتي ضمانت كښې تر 27 نومبر پراختيا وكړه

پېښور18 نومبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی سهيل خان آفريدي د حفاظتي ضمانت او د مقدمو په تفصيل د دائر درخواست پیښور هائي كورټ كښې مهم سماعت وشو۔جسټس اعجاز انور او جسټس وقار احمد د درخواست سماعت وكړو۔ د وكيلانو هړتال له امله سماعت ونه شو۔دغسې عدالت د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی حفاظتي ضمانت كښې تر 27 نومبر پراختيا كولو سره اړوندو ډلو څخه د مقدمو تفصيل بيا وغوښتلو۔عدالت وزيراعلٰی ته تر 27 …

پېښور18 نومبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی سهيل خان آفريدي د حفاظتي ضمانت او د مقدمو په تفصيل د دائر درخواست پیښور هائي كورټ كښې مهم سماعت وشو۔جسټس اعجاز انور او جسټس وقار احمد د درخواست سماعت وكړو۔ د وكيلانو هړتال له امله سماعت ونه شو۔دغسې عدالت د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی حفاظتي ضمانت كښې تر 27 نومبر پراختيا كولو سره اړوندو ډلو څخه د مقدمو تفصيل بيا وغوښتلو۔عدالت وزيراعلٰی ته تر 27 نومبر په كومه هم درج مقدمه كښې د نه ګرفتارولو حكم وركړو ۔د وزيراعلٰی وكيل وينا وه چې په وزيراعلٰی سهيل آفريدي د اسلام آباد پشمول بيلو سيمو كښې مقدمات درج دي٬وزيراعلٰی ته به تفصيل وركولې شي دغسې چې هغه اړوندو عدالتونو كښې رجوع وكړي۔

مزید خبریں