اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) د کابينه اقتصادي رابطه کميټۍ (اي سي سي) غونډه د نهې په ورځ د خزانې وزير سينيټر اورنګزيب په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د قامي سلامتيا، دفاع، غذائي تحفظ او د پټروليم په څانګه كښې د اصلاحات په اړه په بېلا بېل سمريز غور وشو٬ په غونډه كښې د داخله وزارت او د نشه اي توكو مخنيوي په درخواست د وفاقي سول …
اقتصادي رابطه کميټۍ د دفاعي خدمات منظور شوو منصوبو لپاره د 50 اربه روپو تکنيکي ضمني ګرانټ منظور كړو

مزید خبریں
اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) د کابينه اقتصادي رابطه کميټۍ (اي سي سي) غونډه د نهې په ورځ د خزانې وزير سينيټر اورنګزيب په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د قامي سلامتيا، دفاع، غذائي تحفظ او د پټروليم په څانګه كښې د اصلاحات په اړه په بېلا بېل سمريز غور وشو٬ په غونډه كښې د داخله وزارت او د نشه اي توكو مخنيوي په درخواست د وفاقي سول آرمډ فورسز د استعمال دفاعي ساز و سامان رغونې او خيال ساتلو لپاره د لس كروړه 3 لكه روپو د تکنيکي ضمني ګرانټ منظوري وركړې شوه ۔ د سرحدي نګراني، داخلي سلامتيا، او د قانون او نظم بحالۍ لپاره د وفاقي سول آرمډ فورس معاونت په اړه د داخله او نارکوټکس کنټرول وزارتِ په يوه بله سمرۍ کميټۍ د 84 کروړ 15 لکه 60 زره روپو د اضافي تکنيکي ضمني ګرانټ منظوري هم وركړه٬ کميټۍ د دفاع ډويژن په سمرۍ د دفاعي خدمات منظور شوو منصوبو لپاره د 50 اربه روپو تکنيکي ضمني ګرانټ منظوري هم وركړه۔ په غونډه كښې د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وزارت لخوا د پاسکو تحليل او اسپيشل پرپز وهيکل جوړولو په اړه د سمري جاج هم واخستلے شو ۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو علي پرويز ملک، احسن اقبال، د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان، او د اړوند وزارتونو، ډويژنونو او د ريګوليټري ادارو وفاقي سيکريټريز او لوړ پورو ګډون كړې











