اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينټر اورنګزيب وئيلي دي حکومت د مسابقتي ټيرف نظام٬ د توان څانګې پائېدارۍ او د شخصي څانګې د زيات شموليت لپاره عزم لري، ټيکسيشن، د توان څانګې تنظيمِ نو، د سرکاري ادارو نجکاري، په واكمنۍ كښې ښه والے او د وفاقي خرڅونو معقول جوړولو پلو پام كېږي ، په بېلو څانګو كښې د ډھانچه جاتي اصلاحات په پروګرام عمل …
حکومت د مسابقتي ټيرف نظام٬ د توان څانګې پائېدارۍ او د شخصي څانګې زيات شموليت لپاره عزم لري٬ په ډھانچه جاتي اصلاحات پروګرام عمل درآمد روان دے۔ د خزانې وزير سېنېټر اورنګزيب د ډائيلاګ پلاوي سره ملاقات كښې خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينټر اورنګزيب وئيلي دي حکومت د مسابقتي ټيرف نظام٬ د توان څانګې پائېدارۍ او د شخصي څانګې د زيات شموليت لپاره عزم لري، ټيکسيشن، د توان څانګې تنظيمِ نو، د سرکاري ادارو نجکاري، په واكمنۍ كښې ښه والے او د وفاقي خرڅونو معقول جوړولو پلو پام كېږي ، په بېلو څانګو كښې د ډھانچه جاتي اصلاحات په پروګرام عمل درآمد روان دے۔ د خزانې وزير دا خبرې د نهې په ورځ د پيټر تھيل او آورِن هافمين راجوړ نړيوال ليډر شپ پليټ فارم “ډائيلاګ” كښې د لوړې كچې پلاوي سره ملاقات كښې كړې٬ د پلاوي مشري سفير علي جهانګير صديقي كوله، په پلاوي كښې د نړۍ نوموړي شخصيات شامل وو چې پكښې د برتانيه دارلامرا غړې سائمن اسټيونز، د آسټرين پارلمان غړے وائټ ويلَنټين ډينګلر، د جيګ سا ګوګل سي اي او ياسمين ګرين ،د ايکس باکس مائيکرو سافټ وائس پريزيډنټ فاطمه کاردار،د ملټي فيتھ الائنس سي اي او شيډي مارټيني، د ايجوکيشنل سپرهائي وے د سي اي او ايوان مارويل او د ناروے د پارلمان غړې هيمانشوګلاټي شامله وه۔ د دې نه وړاندې د خزانې وزيرد پلاوي هركلي سره پاکستان سره د ډائيلاګ د مسلسل شموليت په خاص توګه د كال ً2024 نه وړاندې د ډائيلاګ پاکستان وينټر نه وروستو د روانې مرستې ستائنې كولو سره ووئيل دې سره د پاکستان په اقتصادي منظرنامه او د سرمايه کاري صلاحيت په اړه نړيواله پوهه ښه كېدو له مرسته ترلاسه شوې ده ، په دې موقع سفير علي جهانګير صديقي د پلاوي تعارف وكړو او د دغې نه وروستو د خزانې وزير پلاوي ته جامع بريفنګ وركړٶ۔ وفاقي وزير ووئيل حکومت د مسابقتي ټيرف نظام٬ د توان څانګې پائېداري او د نجي څانګې د زيات شموليت لپاره عزم لري۔











