باکو ۔17نومبر (اے پي پي) د آئي ټي و ټیلي کام وفاقي وزېرې شزا فاطمه خواجه د ورلډ ټیلې کمیونیکیشن ډویلپمنټ کانفرنس (ډبلیو ټي ډي سي) په موقع ګن مهم ملاقاتونه وكړل چې پكښې ډیجیټل مرستې ، سيمه ايز کنیکټیویټي او د سمارټ ډویلپمنټ تګلارې ته مرکزي حیثیت تر لاسه ؤ ۔ هغې د آئي ټي یو سیکرټری جنرل دورین بوګډن مارټن سره ملاقات كښې ووئېل پاکستان د منطقې سټریټجک …
د آئي ټي و ټیلي کام وفاقي وزيرې د ډبلیو ټي ډي سي په مهال مهم سفارتي ملاقاتونه، پاکستان د منطقې سټریټجک ډیجیټل مرکز جوړ شوے ، شزا فاطمه خواجه
باکو ۔17نومبر (اے پي پي) د آئي ټي و ټیلي کام وفاقي وزېرې شزا فاطمه خواجه د ورلډ ټیلې کمیونیکیشن ډویلپمنټ کانفرنس (ډبلیو ټي ډي سي) په موقع ګن مهم ملاقاتونه وكړل چې پكښې ډیجیټل مرستې ، سيمه ايز کنیکټیویټي او د سمارټ ډویلپمنټ تګلارې ته مرکزي حیثیت تر لاسه ؤ ۔ هغې د آئي ټي یو سیکرټری جنرل دورین بوګډن مارټن سره ملاقات كښې ووئېل پاکستان د منطقې سټریټجک ډیجیټل مرکز جوړ شوے او د هېواد د آئي ټي ریجنل آفس په بشپړ توګه جوړ دے۔ هغې د ’’سمارټ ولیج پاکستان‘‘ پروګرام ته د پاکستان او آئي ټي یو تر مينځه يوه مشترکه کامیابي ګرځولو سره دې ته تر ټول هېواد پراختيا وركولو لپاره د آئي ټي څخه د یو ګڼ كليزه مرستې درخواست وكړو ۔ شزا فاطمه خواجه زور راوړو چې د سمارټ ولیج ماډل دائرہ کار د اي ہیلتھ، ایجوکیشن او ایګریکلچر ټیکنالوجي غوندې تر مهمو څانګو پراخه كولو ضرورت دے۔ وفاقي وزیرې د ایران د مواصلات و انفارمیشن ټیکنالوجي وزير ستار هاشمي سره هم مهم ملاقات وكړو ۔ دواړو د پاكستان صدر اوسنۍ د ایران دوره ګښې په لاس ليك شوې آئي ټي و ټیلي کام ایم او یو د پیشرفت جاج واغست او د جوائنټ ورکنګ ګروپ او د آئي ټي بزنس فورم په تندۍ سره په فعاله كولو يې اتفاق وكړو ۔











