اسلام آباد 17نومبر(اے پی پی)د وزيراعظم شهباز شريف كيش ليس اكانومي وژن له مخې بي آئي اېس پي لخوا يو كروړ مستحق ميرمنو ته وړيا سمز وركول پيل شوي دي۔بي آئي اېس پي د صدر مملكت آصف علي زرداري د سماجي تحفظ وژن او د وزيراعظم پاكستان شهباز شريف په هدايت مستحق ميرمنو لپاره نوې پيمنټ ماډل معارفي كړو ۔په دې موقع د بي آئي اېس پي چيئرپرسن سينيټر روبينه …
بينظيرانكم سپورټ پروګرام د رجسټرډ ميرمنو لپاره سوشل پروټيكشن والټ اجرا كړو
اسلام آباد 17نومبر(اے پی پی)د وزيراعظم شهباز شريف كيش ليس اكانومي وژن له مخې بي آئي اېس پي لخوا يو كروړ مستحق ميرمنو ته وړيا سمز وركول پيل شوي دي۔بي آئي اېس پي د صدر مملكت آصف علي زرداري د سماجي تحفظ وژن او د وزيراعظم پاكستان شهباز شريف په هدايت مستحق ميرمنو لپاره نوې پيمنټ ماډل معارفي كړو ۔په دې موقع د بي آئي اېس پي چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد ووئېل سوشل پروټيكشن والټ پرانستلو لپاره مستحق ميرمنو له به خپل اصل شناختي كارډ او د استعمالېدونكې موبائل فون سره نزدې بي آئي اېس پي دفتر يا كيمپ سائټ ته تلل وي چرته چې د هغوي د بائيوميټرك تصديق نه پس به هغوي ته بالكل وړيا سم وركړے شي۔دې ميرمنو ته دا هدايت هم وكړو چې هغوي د بي آئي اېس پي نه علاوه كوم بل چا د لارې اكاؤنټ ونه پرانځي۔د دې اقدام له مخې به د روپو د ادا كولو موجوده نظام نور آسان٬محفوظ او سپيځلے شي











