د خصوصي مرستيال هارون اختر خان په مشرۍ كښې د پاكستان –ازبكستان مرستې د جاج اغستو اتمه د اعلی كچې غونډه

اسلام آباد۔17نومبر(اے پی پی) د وزيراعظم د صنعت او پيداوار خصوصي مرستيال هارون اختر خان د ګل په ورځ د پاكستان –ازبكستان مرستې د اعلی كچې اتمې د جاج اغستو غونډې مشري وكړه۔ په غونډه كښې د ازبكستان سفير علي شېر تختیایوف، د وفاقی او صوبائی حکومتونو استازو ٬ اېس آئی اېف سی، کاروباری ورورولۍ او سفارتي حلقو غړو ګډون وكړو۔ د غونډې پېل د دواړو هېوادونو ترمينځه د كلتوري …

اسلام آباد۔17نومبر(اے پی پی) د وزيراعظم د صنعت او پيداوار خصوصي مرستيال هارون اختر خان د ګل په ورځ د پاكستان –ازبكستان مرستې د اعلی كچې اتمې د جاج اغستو غونډې مشري وكړه۔ په غونډه كښې د ازبكستان سفير علي شېر تختیایوف، د وفاقی او صوبائی حکومتونو استازو ٬ اېس آئی اېف سی، کاروباری ورورولۍ او سفارتي حلقو غړو ګډون وكړو۔ د غونډې پېل د دواړو هېوادونو ترمينځه د كلتوري رابطو او ستراتيجيكي همكارۍ لا مضبوطولو عزم څرګندونې سره وشو۔ په غونډه كښې دواړو هېوادونو د ټېكسټائل ٬ فارماسیوټیکل، سرجیکل آلات، معدنیات او د اطلاعاتي ټېكنالوجۍ په شمول په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته په وده وركولو خبرې وشوې۔ د وزیراعظم شهباز شریف د وژنې له مخې پاكستان ازبكستان سره د 2 اربه ډالرو دوه اړخيزه تجارت هدف ترلاسه كولو له خپلې هڅې ګړندۍ كړې دي۔ ازبك سفير ددې عزم پخلے وكړو چې د وسطی او سوئيلي آسيا ماركيټونو ترمينځه تړون د دواړو هېوادونو ګډ مقصد دے۔ فارماسیوټیکل څانګه د غونډې مهمه موضوع پاتې شوه۔ په غونډه كښې د پاكستان او منځني آسيائي رياستونو ترمينځه د زمكيزو او رېلوے رابطو زياتولو په حاجت زور راوړلے شو۔ خاص مرستيا ووئيل چې پاكستان په منطقه كښې تجارتي حب جوړېدو له عملي ګامونه پورته كوي او ټرانس افغان رېلوے منصوبه به ټولې منطقې لپاره ګېم چېنجر ثابت شي۔ په غونډه كښې د معدنيات په څانګه كښې د مرستې د امكانات جاج اغستلو او ټولو جوائنټ وركنګ ګروپس ته په راروانه غونډه كښې د پېشرفت رپورټ جمع كولو هدايت وكړې شو۔ په غونډه كښې د دواړو هېوادونو مشرتابه اقتصادی مرستې ، سيمه ايزو رابطو او د اوږدې مودې همكارۍ ته د ودې وركولو عزم پخلې وكړو

مزید خبریں