اسلام آباد۔17 نومبر(اے پی پی) د پاکستان-ایران دوه اړخيزه سياسي مشاورت (بي پي سي) په ديارلسم پړاؤ كښې د دوه اړخيزه اړيكو په ټولو اړخونو د خيالاتو څرګندونه وشوه او په تېرو سياسي مشاورتي خبرو كښې په شوو پرېكړو د عملدرآمد صورتحال جاج واغستلے شو۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې د پاکستان او ایران دوه اړخيزه مشاورتي خبرو (بي پي اېس) ديارلسم پړاؤ په …
د پاك – ايران دوه اړخيزه سياسي مشاورت ديارلسم پړاؤ ٬ د دوه اړخيزه اړيكو په ټولو برخو د خيالاتو څرګندونه
اسلام آباد۔17 نومبر(اے پی پی) د پاکستان-ایران دوه اړخيزه سياسي مشاورت (بي پي سي) په ديارلسم پړاؤ كښې د دوه اړخيزه اړيكو په ټولو اړخونو د خيالاتو څرګندونه وشوه او په تېرو سياسي مشاورتي خبرو كښې په شوو پرېكړو د عملدرآمد صورتحال جاج واغستلے شو۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې د پاکستان او ایران دوه اړخيزه مشاورتي خبرو (بي پي اېس) ديارلسم پړاؤ په 17 نومبر 2025 اسلام آباد كښې وشو۔ د پاكستان پلاوي مشري خارجه سېكترې آمنه بلوچ او د ايراني پلاوي مشري د سياسي چارو نائب وزير ماجد تخت روانچي كوله۔ دواړو فريقو د دوه اړخيزه اړيكو په ټولو برخو د خيالاتو څرګندونه وكړه او په تېرو دوو سياسي مشاورتي خبرو اترو كښې په شوو پرېكړو يۍ د عملدرآمد صورتحال جاج واغست۔ د تجارت په زياتولو او په اولسي كچه د رابطو په زياتولو اتفاق وكړے شو۔ دواړو د شريكې ګټې په څانګو كښې نزدې مرستې ته ودې وركولو له د جوائنټ اقتصادي كمېشن (جے اي سي) او جوائنټ تجارتي کمېټۍ (جے ټی سی) په شمول د بېلو اداراتي مېکانزم باقاعده غونډو په اهميت زور راوړو۔ دواړو ډلو د ملګرو ملتونو ٬ د اسلامي مرستې تنظيم (او آئی سی) او د اقتصادي مرستې تنظيم (ای سی او) په شمول په نړيوالو فورمونو د مرستې روانې ساتلو او په شريكو نړيوالو سيمه ايزو مسئلو خبرو لا مضبوطولو له د خپل عزم پخلے وكړو۔ دا مشارتي خبرې د پاكستان او ايران ترمينځه د ګډ تاريخ ٬ كلتور او په عقيده د اډانه د ورورولۍ اړيكو عكاسي كوي۔ د دوه اړخيزه سياسي مشاورت راروان پړاؤ په تهران كښی كولو ته اتفاق راغلو۔ د نېټې ټاكنه به وروستو كولې شي











