اسلام آباد 17نومبر(اے پی پی)د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان جلالپور پيروالا كښې سېلابي اوبو څخه د سختې ځپلې موټروے دوره وكړه او هلته يې د بحالۍ روان كار تفصيلي جاج واخست۔وفاقي وزير په متاثره موټروے د شوو كارونو مشاهده كولو سره اړوندو افسرانو او عملې څخه بريفنګ واخست چې پكښې د كار موجوده پېشرفت او د بحالي تفصيلي وركړے شول ۔وفاقي وزير په موقع موجودو چارواكو ته سپارښتنه وكړه …
د مواصلات وفاقي وزير جلالپور پيروالا كښې د سېلاب ځپلې موټروے دوره٬ محكمې او عملې ته د كار زر بشپړولو امر

مزید خبریں
اسلام آباد 17نومبر(اے پی پی)د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان جلالپور پيروالا كښې سېلابي اوبو څخه د سختې ځپلې موټروے دوره وكړه او هلته يې د بحالۍ روان كار تفصيلي جاج واخست۔وفاقي وزير په متاثره موټروے د شوو كارونو مشاهده كولو سره اړوندو افسرانو او عملې څخه بريفنګ واخست چې پكښې د كار موجوده پېشرفت او د بحالي تفصيلي وركړے شول ۔وفاقي وزير په موقع موجودو چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې د متاثره موټروے بحالۍ كار په هر ممكن توګه په تندۍ سره بشپړ كړئ دغسې چې تګ راتګ كښې وګړي د لږو نه لږو ستونزو سره مخ وې۔د دورې په موقع د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان ووئيل د سېلاب نه پس متاثره سيمو كښې سمدستي اقدامات ډېر ضروري دي٬ حكومت سېلاب ځپليو ته هر ممكن مرسته وركوي۔حكومت سېلاب ځپلو سيمو كښې د انفراسټركچر بحالۍ ته وړومبې پام لرنه كوي ځكه چې د وګړو سهولت او محفوظ تګ راتګ باوري كولو له دا بنياد دے۔ وفاقي وزير عبدالعليم خان د موټروے بحالۍ معيار باوري كولو انتظاميې ته ووئيل د كار په مهال به كومه هم تېروتنه يا غېر معياري اقدامات برداشت نه كړ شي۔ده اړوندوچارواكو ته هدايت وكړو چې ټوله مشينري ٬مواد او عمله په وخت او په موثر ډول ورسوئ دغسې چې كار ډېر زر بشپړ شي ۔










