باكو 17نومبر(اے پی پی)د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټيلي كميونيكېشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه د ورلډ ټيلي كميونيكېشن ډوېلپمنټ كنفرنس په موقع د چين د صنعت او انفارمېشن ټېكنالوجۍ وزارت نائب وزير ژانګ يون منګ سره ملاقات كړے دے ۔د آئي ټي وزارت لخوا جاري شوي پرېس ريليز له مخې شزه فاطمه خواجه ملاقات كښې د پاك چين ډيجيټل سلك روډ سي پېك راتلونكې مهم پړاؤ باندې رڼا واچوله ۔دې …
پاكستان د منطقې محفوظ او كم لګښت ډيجيټل ګيټ وے جوړوېدو صلاحيت لري۔شزه فاطمه خواجه
باكو 17نومبر(اے پی پی)د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټيلي كميونيكېشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه د ورلډ ټيلي كميونيكېشن ډوېلپمنټ كنفرنس په موقع د چين د صنعت او انفارمېشن ټېكنالوجۍ وزارت نائب وزير ژانګ يون منګ سره ملاقات كړے دے ۔د آئي ټي وزارت لخوا جاري شوي پرېس ريليز له مخې شزه فاطمه خواجه ملاقات كښې د پاك چين ډيجيټل سلك روډ سي پېك راتلونكې مهم پړاؤ باندې رڼا واچوله ۔دې ووئيل پاكستان د منطقې محفوظ او كم لګښت ډيجيټل ګيټ وے جوړېدو صلاحيت لري۔شزه فاطمه خواجه د 5G/6G، هارډویئر مینوفیکچرنګ او ا د ٓئي سي ټي کمپوننټس كښې د شريكو پروژو تجويز وركړو۔دې نړيوال ټيك سورسنګ كښې د Systemic Diversity Barrier خاتمې لپاره د پاك چين اقدامات په ضرورت زور راوړو۔وفاقي وزيرې د چين “انټیلیجنټ مینوفیکچرنګ” ماډل له مخې د پاكستان صنعتي ډيجيټل اپ ګريډېشن تجويز وركړېو ۔وفاقي وزيرې د سائبر سكيورټي٬اے آئي او كلاؤډ كمپيوټنګ كښې په دوه اړخيزه ټيلنټ ايكسچينج پروكرام هم زور راوړو ۔











