اسلام آباد۔17نومبر(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری ته څلورو نوو سفيرانو په ايوان صدر كښې په يوه وقار لرونكې دستوره كښې خپل سفارتي اسناد وړاندې كړل۔ صدر مملكت سفيرانو له مباركي وركړه او دا باور يې څرګند كړو چې د دوي تقررۍ به د پاكستان دغه څلورو هېوادونو سره اړيكې لا مضبوطې كړي۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د ګل په ورځ د جاري شوي بيان له …
صدر مملكت آصف علي زرداري ته د څلورو هيوادونو سفيرانو خپل سفارتي اسناد وړاندې كړل
اسلام آباد۔17نومبر(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری ته څلورو نوو سفيرانو په ايوان صدر كښې په يوه وقار لرونكې دستوره كښې خپل سفارتي اسناد وړاندې كړل۔ صدر مملكت سفيرانو له مباركي وركړه او دا باور يې څرګند كړو چې د دوي تقررۍ به د پاكستان دغه څلورو هېوادونو سره اړيكې لا مضبوطې كړي۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د ګل په ورځ د جاري شوي بيان له مخې كومو سفيرانو چې صدر ته خپل سفارتي اسناد وړاندې كړل په هغوي كښې د آسټریلیا هائی کمشنر ټم کین، د ماریشس هائی کمشنر منسو کرمباکس، د ډنمارک سفیر میجا مورټېنسن او د متحده عرب امارات سفیر سالم اېم سالم البواب الزعبی شامل دي۔ ايوان صدر ته په رسېدو د پاكستان وسله والو ځواكونو يوې چټك ډلې سفيرانو ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔ صدر مملكت سفيرانو له په تعيناتۍ مباركي وركړه او دا باور يې څرګند كړو چې د دوئي تقررۍ به د پاكستان دغه څلورو هېوادونو سره اړيكې لا مضبوطې كړي۔ د آسټريليا سفير سره خبرو كښې صدر مملكت آصف علي زرداري آسټرېليا سره د پاكستان د ملګرتيا اړيكې په ډاګه كړې او د تجارت او سرمايه كارۍ په څانګو كښې يۍ د همكارۍ په زياتولو زور راوړو۔ د ماریشس نوي تعينات سفير سره خبرو كښې صدر مملكت آصف علي زرداري د دواړو هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا پخوانۍ اړيكې زياتې مهمې وګرځولې۔ صدر مملکت د تجارت ٬ سرماريه كارۍ ٬ كركيلې ٬ دفاعي مرستې او د پارليماني اړيكو په څانګو كښې د دوه اړخيزه اړيكو لا مضبوطولو په اهميت زور راوړو۔ د ډنمارك سفير سره خپلو خبرو كښې صدر مملكت ډنمارك سره د پاكستان د ورورولۍ په اړيكو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ ده د تجارت ٬ كركيلې ٬ ډېري مصنوعات ٬ ټېكنالوجي او انفراسټركچر په څانګو كښې د مرستې په امكانات رڼا واچوله۔ د متحده عرب امارات نوي سفير سره خبرو كښې صدر مملكت د متحده عرب امارات حكومت او اولس سره د پاكستان د يو والي پخلے وكړو۔ ده ووئيل پاكستان په كال 1971ء كښې د متحده عرب امارات تسليمونكے اولنے هېواد ؤ۔ صدر مملكت د دوه اړخيزه تجارت ٬ امنيت او دفاعي مرستې زياتولو په حاجت زور راوړو۔ صدر مملكت سفيرانو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ده هيله ولرله چې د دوئي هڅې به شريكې ګټې او سوكالۍ لپاره د مضبوطو دوه اړخيزه او ګڼ اړخيزه همكاريو سبب وګرځي۔











