اسلام آباد 17نومبر(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزارت تر سيوري لاندې تېره ورځ د (اتوار)په ورځ ايف نائن پارك اسلام آباد كښې د "اړان پاكستان فيملي فيسټيول" په كاميابۍ سره وشو۔د فيسټيول كاميابۍ د وزيراعظم محمد شهباز شريف د خاص لارښونې او د حكومت اولس دوسته پالېسيو نتيجه ده۔معركه حق كښې د پاكستان په غوره كاميابۍ د ټول قام حوصلې لا جګې شوي او هم دې جذبې د …
د اطلاعات او خپرونو وزارت تر سيوري لاندې د “اړان پاكستان فيملي فيسټيول” تابيا
اسلام آباد 17نومبر(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزارت تر سيوري لاندې تېره ورځ د (اتوار)په ورځ ايف نائن پارك اسلام آباد كښې د “اړان پاكستان فيملي فيسټيول” په كاميابۍ سره وشو۔د فيسټيول كاميابۍ د وزيراعظم محمد شهباز شريف د خاص لارښونې او د حكومت اولس دوسته پالېسيو نتيجه ده۔معركه حق كښې د پاكستان په غوره كاميابۍ د ټول قام حوصلې لا جګې شوي او هم دې جذبې د فيسټيول ماحول نور هم ولوله لرونكے كړو ۔ د فيسټيول په كاميابۍ كولو كښې د وفاقي وزير محسن نقوي مرسته هم شامله وه او داخله وزارت فول پروف سكيورټي انتظامات كړي ےوو ۔د دې نه علاوه ضلعې انتظاميې او نورو ادارو هم فيسټيول له مرسته كړې چې له امله يې فيسټيول په حفاظت او اطمينان سره بشپړ كړے شو۔په فيسټيول كښې مېرمنې٬ماشومان٬ځوانان او بزرګ په لويي موجود وو ۔فيسټيول كولو خه وړاندې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ د ايف نائبن پارك دوره كړی وه او د مختتلف انتظامات يې جاج اخستے ؤ ۔په دې موقع ده د تفريحي هلو حلو لپاره د جوړو شوو سټالز٬سټيج ايريا او فيملي زونز څارنه وكړه او اړوند چارواكو ته يې ضروري هدايت وركړل۔په دې موقع په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل اولس لپاره صحت مند تفريحي موقعې راپېدا كول د حكومت په ترجيحات كښې شامل دي او داسې پروګرام سماجي همغږۍ ته وده وركوي۔د يادونې وړ ده د ترهه ګرۍ باوجود د اولس په لويې شمېر ګډون د دې خبرې ثبوت دے چې وګړي د مثبت هلو ځلو بحالۍ او په هېواد كښې د معمولات ژوند تېرولو عزم لري۔فيسټيول كښې د هېواد نوموړې سندرې غاړې عاطف اسلم٬فرحان سعيد٬نمره مهره٬جابر عباس او زونيب زاهد پرفارمنس وړاندې كړو كوم چې ګډون كوونكو ډېر وستائېلو۔”اړان پاكستان”فيملي فيسټيول نه يوازې د اسلام آباد وګړو ته ښه سېلګري وركړه بلكې دا پېغام يې هم وركړو چې اولس دې په يره نه كېښني بلكې په قامي كچه ګټورو هلو ځلو روانه ساتلو كښې خوښي لري











