ګورنر فيصل كريم كنډي سره آئي ايم سائننسز كنټرولر امتحانات ملاقات ٬ په نړيوالو تعليمي چارو خبرې

پېښور ۔ 17 نومبر (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د آئي اېم سائنسز پېښور كنټرولر امتحانات سيد وجيه الحسېن ملاقات وكړو۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې په ملاقات كښې كنټرول امتحانات ګورنر بهر هېوادونو كښې زده كړو ترلاسه كوؤنكو ته د پېښو مسئلو په اړه خبر كړو۔ په دې موقع په بدلېدونكو نړيوالو تعليمي رجحاناتو ٬ کوالټی اېشورنس او په نړيوال تعليمي …

پېښور ۔ 17 نومبر (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د آئي اېم سائنسز پېښور كنټرولر امتحانات سيد وجيه الحسېن ملاقات وكړو۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې په ملاقات كښې كنټرول امتحانات ګورنر بهر هېوادونو كښې زده كړو ترلاسه كوؤنكو ته د پېښو مسئلو په اړه خبر كړو۔ په دې موقع په بدلېدونكو نړيوالو تعليمي رجحاناتو ٬ کوالټی اېشورنس او په نړيوال تعليمي نظام كښې د زده كوؤنكو د لارښوونې او مرستې په تګلاره خبرې وشوې۔ ګورنر ووئيل په بهر هېوادونو كښې زده كړې ترلاسه كوؤنكو ته د پیښو مسئلو په وخت حل كېدل او د دوئي لارښونه او مرسته زياته مهمه ده۔ ده د پاكستان او بهر هېوادونو پوهنتونو ترمينځه د غوره همكارۍ په حاجت هم زور راوړو دغسې چې د زده كوؤنكو تعليمي كاركردګي او پېشه ور پرمختګ محفوظ كړے شي

مزید خبریں