په سياست كښې تشدد او اړې ګړې به په هيڅ صورت زغملے نه شي : د پارليمنټ اختيارات او سياسي استحكام لومړۍ ترجيح ده : طلال چوهدري

فېصل آباد ۔ 16 نومبر (اے پی پی) د كورنيو چارو دوهم وزير سېنېټر طلال چوهدري وئيلي دي چې په هېواد كښې د سياسي استحكام تسلسل ٬ د پارليمنټ د آئيني اختياراتو احترام او د تشدد او اړي ګړي بشپړ مخنيوې د حكومت د قومي كچې تر ټولو لوې ترجيحات دي ولې چې كوم سياسي يا مذهبي ګوند د تشدد لاره خپله كړي نه هغه سياست كولې شي او نه …

فېصل آباد ۔ 16 نومبر (اے پی پی) د كورنيو چارو دوهم وزير سېنېټر طلال چوهدري وئيلي دي چې په هېواد كښې د سياسي استحكام تسلسل ٬ د پارليمنټ د آئيني اختياراتو احترام او د تشدد او اړي ګړي بشپړ مخنيوې د حكومت د قومي كچې تر ټولو لوې ترجيحات دي ولې چې كوم سياسي يا مذهبي ګوند د تشدد لاره خپله كړي نه هغه سياست كولې شي او نه د جمهوريت د تسلسل حق لري٬پارلیمنټ خپل آئيني حېثيت او وقار سره كار كوي۔ د اتوار په ورځ دلته ميډيا سره خپلو سياسي خبرو كښې ده ووئيل زه د پیر فېض رسول رضوی د ملاتړ اعلان مننه كوم چا چې په ټاكنو كښې د خپل ورور بلال بدر چوهدري د ملاتړ اعلان وكړو۔ ده ووئيل مسلم ليګ نون په دې حلقو كښې كاميابۍ ترلاسه كړې دي او دا وارې هم د پېر فېض رسول رضوي په ملاتړ د ګوند پوزيشن مضبوط شوے دے۔ ده په هېواد كښې د سياسي استحكام په ځاې ساتلو عزم څرګندولو سره ووئيل د صدر او وزیراعظم د اهليت پرېكړه د آئین د شق 62 او 63 لاندې كيږي۔ د دې طريقه كار په بنياد د رياست د اعلی منصبونو وقار په ځاې پاتې كيږي

مزید خبریں